هرات: د انګورو لس ورځنی لوی نندارتون جوړ شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۹ فرید افغان)

نن ورځ دهرات د کرنې ریاست په انګړ کې د انګورو په حاصلاتو لوی نندارتون جوړ شو، چې د لسګونه کروند ګرو تر څنګ په کې سلګونو ښاریانو او د دولتي ادارو ځینې چارواکو هم برخه اخیستې وه.
په یاد نندارتون کې د انګورو څه باندې ۱۳۰ بېلابېلې نمونې نندارې ته وړاندې شوې وې.
د کرنې وزارت دچارواکو په وینا هرات د هېواد په کچه داسې سیمه ده، چې په پراخه کچه د کمیت او کیفیت له پلوه ښه انګور لري.
د نندارتون په څنډه کې د هرات د کرنې رییس عبدالصبور رحماني رسنیو ته وویل چې یاد نندارتون یې د کروندګرو د هڅونې لپاره په لاره اچولی دی، او همداراز بله موخه یې د انګورو لپاره بازار موندنه ده.
بلخوا د هرات والي والي محمد آصف رحیمي وویل چې د انګورو د بازار موندنې لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.
او په وینا یې چې ټولو دولتي ادارو او هوتلونو ته یې امر کړی، تر څو له کورنیو میوو ګټه پورته کړي.
خو بڼوال او کروند ګر د چارواکو وعدې او د داسې جشنونو جوړول بې فایدې او تبلیغاتي هڅه بولي او په وینا یې چې د سړو خونو او بازار نشتون ورته لسګونه ټنه میوې خرابې او خوسا کړې دي
کروندګر وایي دا درېیم ځل دی، چې په هرات کې د انګورو ورته نندارتونونه جوړیږي. چې د لس ورځو لپاره دوام کوي، خو د بازار موندنې په برخه کې یې هیڅ ګټه ورته نده رسولې

Via
هرات د انګورو نندارتون

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button