یمن: قاچاق وړونکو ۱۲۰ تنه کډوال سمندر ته غورځولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د یمن په سواحلو کې انساني قاچاق وړونکو د ساحلي ګارد تر لیدلو وروسته په کښتۍ کې سپاره ۱۲۰ تنه کډوال دې ته اړ کړي ترڅو خپل ځانونه اوبو ته وغورځوي.
ویل کیږي دغه مهاجر د سومالیا او ایتوپیا هیوادونو اوسیدونکي ؤ.
د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) د پیښې د تائید ترڅنګ ویلي چې له دغې ډلې یې ۲۹ تنه په اوبو کې غرق شوي او نور روغ رمټ له اوبو وتلي دي.
د آی او ام چارواکو زیاته کړې چې د دغه نړیوال بنسټ کارکوونکو د ۷ تنو جسدونه چې ۵ ځوانان او څلور تنه ماشومان پکې شامل ؤ موندلي دي، او د ۲۲ تنو هیڅ درک لا نه دی معلوم.
راپورونه وایي چې قاچاقبرو د سمندري ځواکونو تر لیدلو وروسته داچاره د دې پخاطر کړې تر څو دوی په خپله و نه نیول شي.
یو ژغورل شوي مهاجر رسنیو ته ویلي چې قاچاق وړونکو دوی په ډیر وحشت له کښتۍ څخه د سمندر منځ ته خطا کړي، او وروسته یې بیرته د سوماليې لار نیولې، څو د همدې لارې نور مهاجر هم یمن ته ورسوي.
باید وویل شي چې په سومالیا کې روان کړکیچ او وچکالۍ ډیر شمیر سومالیايي وګړي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړي، همداراز په ایتوپیا هیواد کې لسګونه زره کسان د ښه ژوند موندلو په موخه خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. په دغه هیواد کې له لسو میاشتو راهیسې د حکومت ضد احتجاجونو د ځپلو له پاره بیړنی وضعیت اعلان شوی او خلک د سختو ستونزو سره لاس اوګریوان دي.
د مهاجرینو نړیوالې ادارې یا (آی او ام ) ویلي چې د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د سومالیا او ایتوپیا څخه ۵۵۰۰۰ کسانو چې زیاتره یې لا اتلس کلنۍ ته نه دي رسیدلي یمن ته تللي دي.
دا کډوال هڅه کوي تر څو له دې لارې د خلیج نورو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.
د یادونې وړ ده چې یمن هیواد په خپله هم د جګړو په ډګر بدل شوی، پراخې وچکالۍ، او د مختلفو ساري ناروغیو خپریدلو دا هیواد له سختو مشکلاتو سره مخ کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button