لیکوال : امین وردګ
د امریکا مشرانو ، کشرانو ؛ ښځو او نرو ته ! په هغه چا د سلام وي؛ څوک چې : قابل د هدایت دي .
زه یو افغان یم ، زما خبرې ښې په غور سره واورئ !
که څه هم چې : تاسو به کېدای شي د افغانانو تاریخ مطالعه کړی وي ؛ مګرموږ پوهېږو چې ؛ خپلې تکنالوژۍ ، اقتصادي پياوړتیا او نړيوالې ملتیا مغروره کړئ او زموږ په ګران هېواد (افغانستان) مو هجوم راوړ؛ داسې مو انګېرلې وه چې ګني : دغه وړوکی ، په وچه کې بندي او له اقتصادي پلوه (تر ټولو) پاتې هېواد به زموږ یوه نوړۍ هم نشي .
اصل کې خو خبره دا وه چې : تاسو خو زموږ مقاومت بيخي له پامه غورځولی ؤ او داسې اټکل به مو کولو چې ؛ په افغانستان کې به تر ټولو غښتلي خلک هغه رهبران وي ؛ چا چې : ستاسو قاتله (روسۍ امپراتوري)دړې وړې کړه ؛ نو ځکه خو مو لومړی په هغوی لاسونه راکش کړل او د غلامۍ زنارونه مو په غاړو کې ور واچوو ل؛ خبر نه وئ چې: روسان مجاهدینو مات کړل او مجاهدین هغو خلکو ته ویل کیږی؛ څوک چې هېڅکله هم جهاد ته شاه نه اړوي .
پوهېږم چې : تاسو له هغوی نه وېره لرله ؛ ځکه چې : له تاسو قوي (ستاسو) دښمن یې درته را څملولی ؤ او تاسو همدا ګمان کولو چې : افغاني زمریان به ګواکي یوازې همدغه قسم وهلي رهبران وي .
مګر ستاسو سیاسي اشتباه او غلطي همدغه وه چې : داسې چاته مو ارزښت وکړ ؛ چا چې : ستاسو د غلامۍ هارونو ته غاړې کږې کړې ! تاسو بايددغه نکته نه وای هېره کړې چې : اتلان هېڅکله هم چا ته (د غلام په توګه) غاړه نه ټيټوي ؛ خیر خو… داحرکت ستاسو سیاسي نیمګړتیا بللی شو.
پوهېږم چې : په سیمه کې ستاسو اهداف بې شمېره وو او دي! نو زه نه غواړم په هغو بحث وکړم ؛ بلکې راځم غوڅ مطلب ته .
تاسو (خپل موقف او حیثیت ته په کتو سره) ډېره ستره اشتباه وکړه چې : زموږ ګران هېواد مو اشغال کړ او دلته مو هېڅ ډول وحشت درېغ نه کړ.
تاسود شلمې پېړۍ په آخري لسيزه کې د نړۍ تر ټولو ستر ځواک یادېدلئ ، نو مناسبه نه وه چې : دومره ستر ځواک ، په دومره عصري تکنالوژۍ او وسلو سره سبمال پوځ او د دې ټولو سره سره ؛ د نړيوالو ابر قدرتونو په ملتیا او د اشر په توګه ـ په دومره غریب ملک باندې بريد وکړي چې : یوه مرمۍ هم نشي جوړولای .
تاسو په داسې ملک بريد وکړ چې : لویان او ماشومان یې تش په نس لا نه وو ماړه .
تاسو په داسې ملک بريد وکړ چې : کور په کور يې سره جګړې وې او هېڅ ګروه له هغې بلې سره نه وه جوړه .
تاسو په داسې ملک بريد وکړ چې : نه یې پوځ لرلو او نه وسله .
خو بر عکس تاسو! له یوې خوا مو اشر ورته وکړ او له بلې خوا مو د نړۍ تر ټولو پرمختللې وسلې هم ورته راولېږدولې ؛ مګر دا دی ! بیا هم د ماتې په درشل ودرېدلئ الحمدلله.
کله چې تاسو په افغانستان بريد کولو ؛ نو په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نه شو پاتې چې : تاسو ته یې ((مه !)) ویلي وای ، هر ملک ته به مو چې محض اشاره وکړه ؛ هغه به له مخې ليرې کېدلو ، یا به يې لاسونه او آن (پښې) هم درته پورته کړې ، پاکستان چې تر ټولو موږ ته نژدې او خواخوږی ملک یادېدلو ، هغه مو هم د ځان داسې کلک ملګری کړ چې : زموږ په هېواد به مو لومړني بريدونه ؛ د همدغه ملک له هوايي ډګرونو څخه کول ، ایران ـ چې تاسو یې خپل دښمن بولئ ـ هم ستاسو اشغال و نه غندلو ، لنډه دا چې ؛ لاندې او باندې سیمې ټولې ستاسو په ولکه کې شوې او له ډاره به چا سوڼ قدر هم نشو وهلی ، پیسې مو دومره ډېرې وې چې : حسابلی مو لا نشوای ، په افغانستان کې هم (پرته له طالبانو) ټولې نظامي ډلې ـ ټپلې درسره و درېدلې ، لنډه دا چې ستاسو هېڅ کمی نه ؤ او نه هېڅ تهدید تاسو ته پاتې شو ، آن تر دې چې : بین المللي ټولنه مو هم ((نقده)) په ډالرو واخيسته او ستاسو هېڅ (بشرضد) جنایت به يې نه غندلو او نه به یې خوا قدرې هم پرې بدووله ؛ تر دې چې : تاسو دلته ممنوعه وسلې هم وکارولې ، د مقدساتو توهین مو وکړ ، تورسرې او ماشومان مو (ښه په لویه پيمانې سره) په شهادت راته و رسوول ، په بندخونو کې مو له بندیانو سره داسې جنایتونه وکړل چې : بشر ترې شرميږي .
خو اوس پوښتنه دا درنه کوم چې : ولې مات شوئ ؟
ولې اوس تصمیم نشئ نيولی ؟
ولې د تېښتې لارې لټوئ ؟
ولې اوس ځانونو ته د پزې خټې جوړوئ ؟
ولې اوس خپل متحدین درنه واوښتل ؟
ولې اوس خلک پسخند درباندې وهي ؟
ولې وړو وړو خلکو هم جرئت وکړ تر څو ؛ په تاسو ملنډې ووهلی شي ؟
ولې روس او چین هم درته د ګواښ جوګه شول ؟
ولې پاکستان لاره درته بنده کړه ؟
ولې مو اوس په سنا کې استراتيژي نه جوړيږي ؟
ولې اوس یو پر بل نه سره ګډېږئ ؟
ولې شمالي کوریا درته (سر درد) شوه او تاسو ته طعنې درکوي ؟
له ایران نه ولې وډار شوئ ؟
آخر ولې ؟ علت یې څه دی ؟
یوه مهمه پوښتنه بله هم درنه کوم : که تاسو زموږ په څېر بې وسلې ، بې پیسو ، بې کوره ، بې وسه ، بې ځایه ، بې کاره ، بې دفاع ، بې اتفاقه ، کمزوري ، (ځای ورکي) او عاجز وای او بیا مو له دومره لویو قدرتونو سره اووه لس (۱۷) کاله مسلسله جګړه کړې وای ؛ آیا نوره ادامه به مو ورکړې وای ؟ آیا کولی مو شوی چې : په دومره حساسو حالاتو کې مو د جګړې مهار هم ساتلی وی ؟
نو ولې موږ لا هم جګړه درسه کولای شو او تاسو ستړي شوئ ؟
پوه شئ چې ؛ دلته یو څه شته !
زما د په الله قسم وي چې : هغه افغانان به هېڅکله هم (د الله په مرسته) مات نشئ کړی؛ کوم چې :ایمان ، وجدان او افغانیت ولري !
دا نکته یاد لرئ !
اوس خو مو وليدل چې : له ټولې نړۍ سره پر موږ را وکوچېدلئ او په اوولسو(۱۷) کالونو کې مو دا دی ((باد ووت)) او اوس د تښتې لارې لټوئ !
تاسو له موږ سره دومره ظلم وکړ چې : شیطان لا د آدم له اولادې سره نه دی کړی ، تاسو په دا دومره اوږده جګړه کې موږ (اصلي آزادي غوښتونکو افغانانو) ته یوازې د یوې رادیو یا تلويزیون اجازه هم را نکړه چې : خپل نظرونه او غوښتنې مو له هغې لارې تر خلکو رسوولې وای ، په لومړي سر کې خو به مو بيخي د بل چا خبرې لا نه آورېدلې ، خو چې کله لږ خوږ شوئ ، بیا به مو ایله دومره وویل چې “ترهګر وايي” هغه به هم ! موږ یو څه ویلي وو ، تاسو به بل شی خپاره کړل ، ملت ته مو داسې ور ښکاره کولو چې : فقط ته وا موږ سړيخواره یو ، دولتي چارواکي مو ټول په ډالرو واخيستل ، نوي نسلونه مو داسې راته تربیه کړل چې : د دوی پوهوول به کالونو وخت ونيسي ؛ مګر بیا درته وایم چې : نو ولې مات شوئ ؟
د خلکو په ذهنونو کې مو دا ور واچول چې : ستاسو په وړاندې پاکستاني ملېشیان او پوځيان جګړې کوي؛ هلئ، ورشئ! هغه نو افغانان دي ! ((هر اشغالګر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوي)) نو به ځکه اردو او پوليسو ته ځینې ځوانان ښه په جذبې سره ورننوتل ، خبر به نه وو چې؛ پاکستاني پوځي قدم هم نه دی را اخیستی ؛ یوازې هغه مهال به راغلي وي چې : تاسو به ورته وویل ! افغان دولت به مو هم ورسره ملګری کړ ، بیا به مو د (ګډو عملیاتو) تر نوم لاندې خپل وحشتونه کول.
دومره ستر دروغ !
آيا تاسو تر اوسه په جګړو کې کوم پاکستانی پوځي نیولی ؟
سمه ده ! دا منم : ځينو جنګیالیو به کېدای شي چې : پاکستاني شناختي کارتونه لرل ، مګر هغوی افغانان دي ، یوازې د امنیتي ستونزو له امله یې پاکستاني شناختي کارتونه جوړ کړي ؛ چې : هغه هم ستاسو(امریکایانو) له لاسه .
نو اوس خبره دا ده چې : نور باید تاسو موږ و منئ او په قانوني توګه مو ومنئ ! زموږ هېواد خوشې کړئ .
له موږ سره (ستاسو) په خپل قانون خبرې وکړئ !
ستاسو په قانون کې چې ؛ څوک خپل هېواد ؛ د آته څلوېښتو (۴۸) ښکېلاکګرو هېوادونو ، د نظامي قدرتونو له اشغال څخه وژغوري او په دغې لاره کې بې ساري قربانۍ هم ورکړي ؛ هغوی ته تاسو کوم لقب کاروئ؟ او څه ډول چلند ورسره پکار دی؟
که تاسو ريښتیا ځوانمردي لرۍ ؛ نو ولې د یوه ځوانمرد په توګه له موږ سره چلند نه کوئ ؟
تاسو به تر څو سپينو ته تور او تورو ته سپين وایاست ؟
په افغانستان کې مفسدترين ځوانان تاسو په امنیتي پوستو کې اچولي ، بیا مو د هلکانو د ساتلو اجازه هم ورکړې او هلکانو ته یې هم تاسو معاشونه ورکوئ ،په دولت کې مو هر ډول قاتل ، غاصب او غله ته میاشتني معاشونه ټاکلي ، د نېټ په نړۍ کې مو (زموږ د تباهۍ لپاره) داسې لوڅ فلمونه ځای پر ځای کړي چې : انسانیت ترې شرميږي ، آیا تاسو هغه کسان نه وینئ چې : هره ورځ په زرګونو فلمونه ډکوي؟
دا څه ډول ثقافت او تمدن دی ؟
آیا تاسو د هغوی له نايټ کلبونو څخه قانوني ټکسونه ؛ نه اخلئ ؟
تاسو آن زموږ مساجد هم بدرنګ کړل !
هغه پیسې مو پکې ولګولې چې : په خپلو ملکونو کې يې نه لګوئ ! او مردارې يې بولئ !
هو ! همغه پیسې چې (د مرستې په نوم) یې زموږ په مسجدونو باندې لګووئ ، نه نه ! هغه پیسې درته یادووم چې : د سکس فلمونو د نايټ کلبونوڅخه مو د ټکس په توګه اخیستې او زمږ په پاکو ځایونو کې یې راته لګووئ او دا کار قصداً له موږ سره کوئ ! ځکه چې : غواړئ زموږ مقدس اماکن هم را خراب کړئ ؛ تر څو الله پاک زموږ عبادات رد کړي او توبې مو قبولې نشي!
تاسو څه فکر کوئ چې ګواکي : افغانان به نه پوهيږي ؟
خو دا راته ووايئ چې : ولې بیا هم مات شوئ ؟
آیا ستاسولپاره به د شرم خبره نه وي چې : دغه جګړه تر دې وروسته هم اوږده کړئ ؟ هغه هم په حرامیانو ؟
هو ! همغه چې: تاسو په امنیتي (؟!) کمپنیو ننباسلې ؛ موږ يې پېژنو چې : ټول د رنډيخانو زيږېدونکي (اروموني) دي او تاسو په خپل دولتي پوځ کې ځای نه ورکوئ او هلته يې ساتل خیانت بولئ.
ځکه یې بایللو جګړو ته لېږئ چې : هغوی بې موره او بې پلاره دي ، که ووژل شي ؛ هم يې څوک غمخور نشته چې؛ بیا یې پوښتنه وکړي او نه به د چا غږ پورته کيږي ، تاسو که نران یئ ! خپل بچي مو را ولېږئ چې : سره معلومه یې کړو ! که داسې نه کوئ ؛ نو دغه مرادرخواره مه راته رالېږئ او که ټينګار کوئ چې : نه ! درلېږو یې ؛ نو بیا د دوی انجام ته هم په تمه اوسئ ! خو موږ یې په امريکایانو سره پېژنو او په یو ډول نه ـ یو ډول یې ستاسو بچي بولو ؛ که مو راولېږل؛ څه وخت به دلته وحشتونه وکړي ؛ خو دوی به هم (ستاسو غوندې) وکوغيږي ان شاءالله ، ستاسو رمباړې خو په ډېرو ويډيوګانو کې ثبت دي ؛ چې : کېدای شي تاسو به هم آورېدلې وي ؟ مګر موږ چې له هرې خوا کمزوري هم یو ، بیا مو هم الحمدلله یوه چیغه (په جګړو کې) و نه کړه ، که مو کړې وي ؛ راويې ښيئ ؟ او نه به یې وکړو ان شاءالله.
په پای کې دا غږ درباندې کوم چې : موږ سوله غواړو او سوله د دواړو خواوو په ګټه ده!
زموږ خو هېواد دی ! قسم په الله چې په هر افغان کې خو لږ ایمان او وجدان هم وي ؛ که تاسو دلته پرېږدي ، نو مانا داچې : موږ نه ستړي کيږو ، خو تاسو نازولي خلک یئ ! په خپلو اولادونو مو رحم وکړئ او نورې وينې يې دلته مه راباندې تویوئ .
موږ سوله غواړو ، خو هو ! لومړی زموږ ملک خوشې کړئ !
که تاسو دلته نظامي حضور ولرئ ؛ نو سوله – موله هم نشته ، اول وتل ، بیا معاهده!
که داسې نه وي نو ؛ جګړه به د مهدي (رحمة الله) تر وخته همداسې روانه وي ان شاءالله او تاسو به پکې وژل کېږئ ؛ ځکه چې اصلي افغان ته د غلامۍ له (زينار) نه چاړه ښه ده چې : په مرۍ یې ولګيږي.


















