ولسمشر اشرف غني د قزاقستان هېواد په لور روان شو

کابل ټکی کام ۲۸عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
 افغان ولسمشر ښاغلی اشرف غني احمدزي د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن ماښام د تاجکستان په لور روان شو.
ښاغلی غني د ولسمشر «نور سلطان نر بایوف» په رسمي بلنه پر دوه ورځني رسمي سفر د قزاقستان پلازمینه «استانې» ته ورسید.
ولسمشر غني به هلته په یو لړ مهمو اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې کوي، او ښایي چې د دغه هېواد له ولسمشر «نور سلطان نظر بایف»، او صدراعظم سره لیده کاته وکړي.
همدا شان د دې سفر په جریان کې به ولسمشر د دغه هېواد له یو شمېر تاجرانو، پانګوالو او محصلینو سره وګوري.
جمهور غني به د دغه هېواد  نظربایوف نومې پوهنتون کې  هم وینا وکړي.
غني به هلته د افغانستان او قزاقستان د اداري فساد سره د مبارزې، د حکومتوالۍ او ډيپلوماسي او د غنمو د پېرېدلو درې سندونه هم لاسلیک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button