د وخت قیمت

لیکنه: مولوی ضیاءالحق‌«صدیق یار»

وخت هغه نعمت دی چې الله تعالی ورباندې قسم کړی، الله تعالی فرمایي

«والعصر» امام رازی رحمه الله په تفسیرکبیرکی ددې ایت مبارکه داسې تفسیرکوی.

«اي اقسم بالدهر» يعنې زمادې قسم وې په زمانه باندې، له دې نه خپله عظمت دزمانې معلومیږې ځکه مفسرین کرام فرمایې الله تعالی چه په کوم شې باندې قسم اخلې اشاره عظمت«لویوالې» دهغه شې ته وې.

اونبی کریم ص فرمایې دوه نعمتونه دې چه تاوان کړی په کې خلکویوصحت اوبل فراغت.

راځی دخپلواسلافوپه ژوندکې دوخت ارزښت وګورو.

حافظ ابن المنذر«رح»

دوخت دومره قیمت ساتلوشیخ عبدالفتاح ابوغدة وایې ماته مې خپل شیخ خبرکوله چه ددې حافظ په شان زیات دعلم عاشق مانه ده لیدلی،

د قاهره  په مدرسه کې دماکوټه دده له کوټې پاس وه دولس کاله ما دده چراغ دشپې په مهال ګول ونه لید اوکوټه به یې رڼا وه ترسهاره به په علم کې مشغول ؤ، تردې چه خوراک چښاک به یې کولو خوکتابونه به یې څنګ ته ایښې ؤ اومصروف به ؤ، له مدرسې نه به دخوشحالی اونه هم دخفګان دمراسمولپاره دباندې راؤت یوازې دجمعې دلمانځه لپاره به له مدرسې راوتلو

تردې چه زوی یې رشیدالدین ابوبکرمحمد چه لوی محدث ؤکله چه په۶۴۳سنه کې وفات شو ده ورباندې دمدرسې په انګړکې جنازه وکړه او وروسته یې په مخ باندې داوښکوقطار روان ؤ اوداجمله یې تکراروله زویه‌‍‌! په الله دې سپارم اوله مدرسې راونه وتلو.

ای دنن عصرځوانانوټول اسلامې امت ستاسوپه انتظاردی نور دغفلت په غیږکې شپې مه سبا کوی راویښ شئ اودخپلو اسلافوپه نقش قدم روان شئ دهغوپه پلونوپل کیږدئ.

ایاتاسوته ګورئ چې چاهم دوخت ارزښت پیژندلی نن یې خپله خاوره څه چه په هوایې هم څوک نه شې تیریدلای اوزموږاوتاسوخو ځمکې هم دپردومستعمره دې.

لوی رب ته لاسونه لپه کؤچه یوځل بیاپه اسلامې ټولنه کې دمعاذ، معوذاومحمدبن قاسم په شان غښتلې ځوانان پیداشې.

دهمداسې ځوانانوپه هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button