واشنګټن پوسټ:اشرف غني محاصره ده، خو ارګ یې نه مني

راپورتاژ: فرید افغان
۱۳۹۶زمری۲۳
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې افغان ولسمشر محاصرده په یوه مطلب کې لیکلي،
چې د ګډحکومت له مشرتابه څخه ورځ تر بلې ولس لرې کیږي، نارضایتي خپل اوج ته رسېدلې ده، نو ځکه نوي ایتلافونه جوړېږي او په حکومت کې یا اصلاحات غواړي یا دا ښيي چې حکومت د روان حالت د مدیریت وړتیا نه لري
د ورځپاڼې مسؤله او لیکواله پامیله کانستیبل لیکي چې لا هم افغان ولسمشر د افغانستان د روان بحران په مدېریت نه دی بریالی شوی، جګړه توده شوې ده، او د حکومت او ولس ترمنځ فاصله مخ پرزیاتیدو ده .
ورځپاڼه زیاتوي چې ولسمشر د ځینو کسانو له لوري محاصره شوی دی او دچارو واګي د ځینو کړیو لاس ته لویدلي دي. ورځپاڼه په وینا که څه هم د سیاسي ائتلافونو لخوا اعلان شوې طرحې تر یوې اندازې د منلو وړ دي، خو په کې راګډ کسان امریکا ته د باور وړ نه دي،چې د دې خبرې وضاحت څو ورځې وړاندې جنرال عطانور هم کړی ؤ.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې که روان وضعیت همداسې دوام وکړي نو ښايي ډېری افغانان د امریکا په مشرۍ د ګډحکومت له واکمني زړه توري شي او د ولس او حکومت تر منځ به واټن لا ډېر شي.
د یادې ورځپاڼې له نشریې سره سم ارګ د مقالې د لیکوال خبرې رد کړې او هغه یې شایعات بللي د ارګ مرستيال وياند، نجيب ازاد له ازادۍ راديو سره خبرو کې ويلي چې په هېواد کې مخالفتونه شته؛ خو دا په دې مانا نه ده چې ولسمشر په سياسي انحصار کې راګېر شوی دی.
ازاد زياته کړه چې ناامني او بې روزګاري زياته شوې؛ خو په وينا يې چې حکومت د ټولو ستونزو د اوارولو له پاره هڅې کوي.
باید وویل شي چې پدې وروستیو کې د بلخ والي ارګ په استبداد تورن کړی، او ګواښ یې کړی چې په ارګ به کودتا کوي، له بل لوري د غني ټیم هڅه کوي ترڅو د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم سره خپلې اړیکې یوځل بیا له سره ورغوي.
دې هرڅه ته په کتو سره ارګ د پړانګ او پاڼ ترمنځ شیبې شمیري چې له یوې خوا د شمالي اتحاد څخه ویره، له بل لوري د دفاعي حزبیانو د راوستو وروسته د هغوی سیاسي ضعیفوالی، او له بلې خوا د نړیوال فشارونه هغه څه دي چې ارګ یې د محاصرې تر ګردابه رسولی دی



