(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۴ فریدافغان)
راپورونه وایي چې د خوست په موسی خيلو ولسوالۍ کې د راوتلو سيلابونو له کبله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د موسی خيلو ولسوال ګلاب منګل رسنیو ته ویلي چې سیلابونو شاوخوا پنځه سوه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې، لسګونه څاروي اوبو وړي او همدا راز يو شمېر دوکانونه او باغونه هم د سيلاب اوبو لاندې کړي دي
د نوموړي په وینا چې د سیلابونو له امله د سیمې یوشمیر خلک ورک دي چې تر اوسه د یوماشوم په ګډون یې د دو تنو مړي پیدا کړي.
د سیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې د ۵ تنو مړي یې موندلي او تر لسو پورې نور ورک دي.
په همدې مهال د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې سرپرست رئيس شريف الله رسنیو ته ویلي چې د يادو سيلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زيانونو سروې یې پیل کړې او په وینا یې له سروې وروسته به له متضرر شويو کسانو سره لازمي مرستي وشي


















