دشمالي کوریا مشر د ګوام په امریکایي اډه د برید په اړه د پوځ وړاندیز منلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۴ فریدافغان)

د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د پوځ لخوا په ګوام د بالستیک توغندیو د برید کولو اړوند دپوځ لخوا وړاندې شوی پلان منلی دی
کیم ویلي چې په ګوام د برید نه مخکې به د امریکا فعالیتونه د نږدې نه تعقیب کړي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د دې هیواد پوځ وویل چې د روانې میلادي میاشتې تر ۱۶ پورې چمتو دي چې په ګوام کې د امریکایانو پوځي اډه په نښه کړي خو د دې کار لپاره د خپل ولسمشر وروستي امرته منتظر دي.
د شمالي کوریا ولسمشر تیره ورځ د پوځ وړاندیز منلی او که د پوځ ژمنه رښتیاشي نو د چهارشنبې په ورځ به یاده پوځي اډه د برید نښه ګرځي.
بلخوا د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس خبرداری ورکړی دی چې د شمالي کوریا لخوا د هر ډول برید وروسته به په ډیره چټکه توګه جګړه پيل شي.
نوموړي تیره ورځ وروسته له هغه چې روسیې د دواړو هیوادونو د جګړې په احتمال اندیښنه څرګنده کړه، وویل چې که شمالي کوریا اقدام ونکړي ښایي د دواړو هیوادونو ترمنځ جګړه ژر پیل نشي.
د یادونې وړ ده چې امریکا د ګوام په سیمه کې لویه اډه او پراخ پوځي حضور لري چې تیره اونۍ د شمالي کوریا له ګواښ وروسته امریکایي دفاع وزیر هم له یادې اډې څخه لیدنه کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button