(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۴): د کندز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې د دولت په ګډو ځواکونو سرتيری برید شوی، چې له امله يې لسګونو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی يو تن بريدګر شفيق الله د يادې ولسوالۍ د اکبريانو په سيمه کې په کمانډو، پوليسو او د ملي امنيت په ګډو ځواکونو سرتیری برید کړی.
د مجاهد په وینا، کله چې ياد ځواکونه په سيمه کې د عملياتو په موخه راغونډ شول، نو د دوی یو تن بريدګر چې په کرولا موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي و، په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه، چې لسګونه سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د کندز امنيتي چارواکي پېښه تائيدوي او د دغه ولايت د امنيت امر صفر محمد اکبري رسنيو ته ويلي، چې پېښه د دولس بجو په شاوخوا کې د چهاردرې په دوبندي سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، چې ياد ځواکونه په عملياتو بوخت و چې یو تن مشکوک کس پری سرتيری برید وکړ.
د اکبري په خبره په دې پېښه کې د ملي امنيت يو عسکر وژل شوی او څلور نو ټپيان دي.
خو يوې ځايي امنيتي سرچينې ويلي، چې په بريد کې له لسو زيات کمانډو، پوليس او د ملي امنيت کارمندان وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغه بريد کې د دولتي ځواکونو ټانګونو، موټرو ته هم زيان رسېدلی او ځينې يې ويجاړ شوي دي.















