(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۴): د ننګرهارامنيتي چارواکي وايي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې داعش وسله والو يوځل بيا د عامو خلکو کورونه سوځولي دي.
د دغه ولايت د امينې قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ د ياغي بند په سيمه کې د دولتي ځواکونو په پوستو او عامو خلکو په کورونو بریدونه کړي، چې پر مهال يې دوه کورونه سوځولي دي.
د مشرقيوال په خبره، سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او زياتوي چې په ځوابي بريد کې د داعش ډلې سرګروپ خوشحال په ګډون يو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
هغه وويل، په سيمه کې د وژل شويو داعش وسله والو جسدونه پراته دي او په وينا يې په دغه نښته کې پوليسو او ملکي خلکو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي.
تر دې وړاندې هم داعش وسله والو د عامو خلکو يو شمير کورونه سوځولي دي.
په سيمه کې د تازه نښتو او ورته د اوښتو تلفاتو په اړه داعش وسله والو څه نه دي ويلي.
















