(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۶): وسله والو طالبانو د کندهار ولايت په ارغستان او خاکریز ولسواليو کې په دولتي پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دوه پوستې نيولي او لسګونه سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته وويل، چې د دوی وسله والو د دغه ولايت د خاکريز او ارغستان په وام او واندوز سیموکې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې ۴۶ عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.
نوموړي زياته کړه، په ارغستان کې د قومندان سردار په ګډون ۱۳ تنه عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
د احمدي په وينا، چې د خاکريز په چرغي او تريګاو سيمو کې يې له دولتي ځواکونو دوه پوستې نيولي او ۲۴ تنه عسکر پکې وژل شوي دي.
ښاغلی احمدي وايي، په دغه جګړه کې د وژل شويو عسکرو ۲۱ ميله وسلې، دوه رينجر موټر او نور پوځي توکي هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
يوې ځايي امنيتي سرچينې په خاکريز کې د طالبانو بریدونه تائيد کړي او ويلي يې دي، چې په دغه نښتو کې لسګونه دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات ورنکړل.
تر اوسه د دولت کومې رسمي سرچينې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

















