ننګرهار کې يو امريکايي پوځي وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۶): د امريکا پوځ وايي، چې د ننګرهار په ولايت کې يې د عملياتو پر مهال يو سرتيری وژل شوی او يوبل ټپي شوی دی.

د پوځ چارواکو ويلي، چې دغه پوځي يې د داعش وسله والو سره په جګړه کې لومړی ټپي او وروسته يې ساه ورکړې ده، خو د پېښې د ځای او د نوموړي د ټپي کېدو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د امريکايي عسکر وژنه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياده پېښه د اچين ولسوالۍ په مامندره سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي د افغان سرتيرو د وژنې يا ټپي کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو راپورونه وايي په دغه پېښه کې د افغان ځانګړو ځواکونو دوه سرتيري وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

په عين حال کې د ننګرهار د پوليسو وياند حسين مشرقيوال وايي، چې د چهارشنبې په ورځ د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

تر اوسه پورې د داعش ډلې د دغه تازه نښتې او بريدونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button