پکتيکا: دولت او طالبان يوبل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۷): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې شوي، چې دواړه غاړې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ګومل ولسوالۍ کې يې له طالبانو سره جګړې کړي، چې په ترڅ کې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې اړولې ده.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې بهرني هوايي او ځمکني ځواکونه هم د افغان ځواکونو ملګرتيا کوي او زياتوي ياده ولسوالۍ يې له سقوطه ژغورلې ده.
د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي دغه بريدونه تاییدوي او رسنيو ته يې ويلي، چې په جګړه کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
له بله پلوه د دغه بريدونو مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ځواکونو يادې ولسوالۍ ته په ورغلې عملیاتي قوه وسله وال بريدونه او چاودنې ترسره کړي، چې دولتي عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د دولتي ځواکونو دغه کاروان غوښتل چې د ګومل ولسوالۍ ته اکمالات ورسوي، خو طالبان وايي چې ياد پوځي کاروان يې تر کلابندۍ لاندې نيولی او تر دې دمه يې په چاودنو او بريدونو کې دوه ټانګونه ويجاړ کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه بريدونو کې پنځه تنه عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له تېرو درې ورځو راهيسې د دولتي ځواکونو پوځي کاروان ګومل ولسوالۍ ته د اکمالاتو رسولو هڅه کوي، خو په لاره کې د طالبانو تر سختو بريدونو او کلابندۍ لاندې دی.
دغه راز طالبانو وړمه ورځ ويلي و، چې د يادې ولسوالۍ بندر سيمه کې يې چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې د قومندان عبدالجليل په ګډون درې تنه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.



