د عرفات په مسجد نمره کې د ماسپښين او مازديګر لمنځونه د ماسپښين په وخت کې يو ځای اداء کيږي ([1]) خو په ځينو وختونو کې سره له دې چې امامان مسافر نه وي بيا هم قصر کوي، يعنې دوه رکعته کوي کوم چې د احنافو په نزد روا نه دي ([2]) نو له همدې امله تاسو د ماسپښين لمونځ د ماسپښين په وخت کې او د مازديګر لمونځ د مازديګر په وخت کې له اذان او تکبير سره جلا جلا په جماعت سره اداء کړی ([3]).
لنډه دا که چيرته شرعي او مذهبي مانع موجود نه وو نو د ماسپښين او مازديګر لمنځونه دې له امام سره په عرفات کې په جماعت سره اداء کړی شي، او که چيرته داسې حالات وو لکه په اوس وخت کې چې دي چې د سعودي حکومت د قصر نسکي او قصر سفر په بهانه قصر کوي، سره له دې چې امامان يې د مکه مکرمه مقيم دي خو دوی عرفات ته په تلو سره ځانونه مسافر ګڼي، نو د احنافو په نزد دا د سفر مسافه نه ده، نو په همدې دواړو صورتونو کې د حنفيانو اقتداء په هغوی پسې نه صحي کيږي ([4]).
امام ابو حنيفة رحمه الله فرمايلي : کوم محرم چې تنها لمونځ کوي، يا يې په جماعت سره کوي او امام يې له بادشاه يا له نائب بادشاه بل څوک وي نو همدغه محرم دې هر لمونځ په خپل وخت کې اداء کړي، جمع او تقديم دې نکوي، او همدغه قول زياترو فقهاؤ غوره کړی، امام مالک رحمه الله، امام محمد رحمه الله او امام شافعي رحمه الله فرمايلي چې هغوی جمع او تقديم کولای شي، صاحب برهان ويلي چې دا قول د دليل په اعتبار ډير ښکاره دی ([5]).
په موجوده زمانه کې د بادشاه له لوري خلکو ته عامه اجازه شوې چې خپل لمنځونه په خپلو خيمو کې اداء کړي، نو په همدې بناء عام امامان دې په خيمو کې په جماعت سره لمنځونه اداء کړي، کوم امام چې په دې نظريه وي چې په عرفات کې لمونځ دوه رکعته دی او دا د حج له افعالو څخه دی، نو که چيرته همدغه امام شرعي مسافر وي نو د حنفيانو اقتداء د هغه شا ته صحي کيږي، او که چيرته همدغه امام مسافر نه وو نو د حنفيانو اقتداء بيا په هغه پسې نه صحي کيږي ([6]).
د عرفات دعاګانې
د ترمذي په حواله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : تر ټولو زياته غوره دعا هغه د عرفې د ورځې دعا ده او تر ټولو زياته غوره دعا کومه چې ما او له ما څخه مخکنيو پيغمبرانو 9 کړې دا ده :
لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْکَ لَهُ، لَهُ اْلمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَی کُلِّ شَیْ ءٍ قَدِيْرٌ
ژباړه : له الله تعالی جل جلاله پرته بل هيڅوک معبود نشته، هغه جل جلاله يواځی دی، هيڅ شريک نلري، هم هغه لره بادشاهي او هم هغه لره ثناء ده او هغه جل جلاله په هر شي باندې قادر دی.
د مناسک ملا علي قاري رحمه الله په حواله له طبراني څخه نقل شوي چې د عرفات په دعاګانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعا هم شامله وه :
اَللَّهُمَّ اِنَّکَ تَرَی مَکَانِيْ وَتَسْمَعُ کَلَامِيْ وَتَعْلَمُ سِرِّيْ وَعَلَانِيَتِيْ وَلَايَخْفَی عَلَيْکَ شَیْ ءً مِّنْ اَمْرِيْ اَنَا الْبَائِسُ الْفَقِيْرُ الْمُسْتَغِيْثُ الْمُسْتَجِيْرُ الْوَجِلُ الْمُشْفِقُ الْمُقِرُّ الْمُعْتَرِفُ بِذَنْبِيْ اَسْئَلُکَ مَسْئَلَةَ الْمِسْکِيْنِ وَاَبْتَهِلُ اِلَيْکَ ابْتِهَالَ الْمُذْنِبِ الذَّلِيْلِ وَاَدْعُوْکَ دُعَاءَ الْخَائِفِ الضَّرِيْرِ وَمَنْ خَضَعَتْ لَکَ رَقَبَتَهُ وَفَاضَتْ لَکَ عَيْنُهُ وَنَحَلَ لَکَ جَسَدَهُ وَرَغِمَ لَکَ اَنْفُهُ.
اَللَّهُمَّ لَاتَجْعَلْنِيْ بِدُعَائِکَ رَبِّ شَقِيًّا وَّکُنْ بِيْ رَءُ وْفًا رَحِيْمًا يَا خَيْرَ الْمَسْئُوْلِيْنَ وَيَا خَيْرَ الْمُعْطِيْنَ
ژباړه : اې الله ! بيشکه ته زما ځای ويڼې او زما خبرې آورې، او زما هيڅ يو شی له تا څخه پټ نه دي، زه په سختي کې را ګير يم، محتاج، فريادي، د پناه غوښتونکی او په ويره کې يم، د ګناهونو اقراري يم او اقرار کوم، زه له تا نه سوال کوم د مسکين په څير او ستا پر وړاندې زارۍ کوم د ذليل ګنهګار په څير، او زه بلم لکه څرنګه چې له ويرې مصيبت ځپلی بلل کوي، او لکه څرنګه چې هغه څوک بلل کوي د کومو چې ستا پر وړاندې (غاړه) ګردن ټيټ شو، او د چا بدن چې ستا لپاره مانده شو او د چا پوزه چې ستا لپاره په خاورو ککړه شوه.
اې الله ! ما محروم نکړې او زما لپاره لوی رحيم شې، اې هغه پاکه ذاته ! له هغو ټولو زيات غوره يې له چا نه چې سوال کيږي، او اې هغه پاکه ذاته ! په ور کونکو کې له ټولو نه زيات غوره يې.
امام بيهقي رحمه الله د شعب الايمان په حواله د حضرت جابر رضی الله عنه روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کوم کس چې د عرفه په ورځ د لمر له زوال وروسته په عرفات کې مخ په قبله سل ځلې )لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْکَ لَهُ، لَهُ اْلمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَی کُلِّ شَیْ ءٍ قَدِيْرٌ( بيا سل ځلې سورت اخلاص ) قُلۡ ہُوَ اللّٰہُ اَحَدٌ ۚ﴿۱﴾ اَللّٰہُ الصَّمَدُ ۚ﴿۲﴾ لَمۡ یَلِدۡ ۬ۙ وَ لَمۡ یُوۡلَدۡ ۙ﴿۳﴾ وَلَمۡ یَکُنۡ لَّہٗ کُفُوًا اَحَدٌ ٪﴿۴﴾ (بيا سل ځلې درود شريف )اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَي مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَي اِبْرَاهِيْمَ وَعَلَي آلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّكَ حَمِيْدٌ مَّجِيْد( ووايي نو الله تعالی جل جلاله فرمايي چې اې زما فرښتو ! زما د همدغه بنده جزاء (بدله) څه ده؟ ده زما تسبيح، تهليل وکړ، زما لويي او عظمت يې بيان کړ، زما شان يې بيان کړ او زما په نبي باندې يې درود وويلو، اې زما فرښتو ! تاسو ګواه (شاهدانې) اوسئ : ما دی وبخښلو او د خپل ځان په باره کې د ده سفارش مې قبول کړ، او که زما همدغه بنده له ما نه د ټولو عرفاتيانو سفارش وغواړي نو د ده سفارش به د ټولو په حق کې قبول کړم.
د حضرت علي رضی الله عنه په روايت رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : په عرفات کې زما او له ما څخه د مخکنيو نبيانو 9 زياتره دعا دا ده :
)لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْکَ لَهُ، لَهُ اْلمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَی کُلِّ شَیْ ءٍ قَدِيْرٌ، اَللَّهُمَّ اجْعَلْ فِیْ قَلْبِيْ نُوْرًا وَّفِيْ سَمْعِيْ نُوْرًا وَّفِيْ بَصَرِيْ نُوْرًا، اَللَّهُمَّ اشْرَحْ لِيْ صَدْرِيْ وَيَسِّرْ لِيْ اَمْرِيْ وَاَعُوْذُ بِکَ مِنْ وَّسَاوِسِ الصَّدْرِ وَشَتَاتِ الْاَمْرِ وَفِتْنَةِ الْقَبْرِ، اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ شَرِّ مَا يَلِجُ فِي الَّيْلِ وَشَرِّ مَا يَلِجُ فِي النَّهَارِ وَشَرِّ مَا تَهُبُّ بِهِ الرِّيْحُ وَشَرِّ بَوَائِقِ الدَّهْرِ
ژباړه : له الله تعالی جل جلاله پرته بل هيڅوک معبود نشته، هغه جل جلاله يواځی دی، هيڅ شريک نلري، هم هغه لره بادشاهي او هم هغه لره ثناء ده او هغه جل جلاله په هر شي باندې قادر دی.
اې الله ! زما په زړه کې نور واچوې، زما په غوږونو کې نور واچوې، زما په سترګو کې نور واچوې.
اې الله ! زما سينه خلاصه کړې، زما کارونه آسانه کړې، زه د سينې له وسوسو، د کارونو له بد نظمي او د قبر له فتنې څخه په تا سره پناه غواړم.
اې الله ! زه په تا سره پناه غواړم د هغه شي له شر نه کوم چې په شپه کې داخليږي او د هغه شي له شر نه کوم چې په ورځ کې داخليږي، او د هغه شي له شر نه چې هوا (باد) يې وړي او په زمانه کې له پيدا کيدونکو مصيبتونو نه.
له همدې دعاګانو پرته چې څه ډول دعا کول وغواړي او په کومه ژبه يې چې وغواړي کولای يې شي، خو زړه به يې ډير متوجه وي او په ډير عجز او زاری سره به دعا کوي، ځکه چې په اصل حقيقت کې دعا هغه ده کومه چې د زړه له اخلاصه په عجز او زاری سره وکړی شي ([7]).
د وقوف عرفات د صحت شرطونه
(۱) مسلما به وي، ځکه چې د کافر وقوف لره اعتبار نشته.
(۲) احرام به د حج وي، ځکه چې له دې پرته صحت نلري.
(۳) وخت : يعنې د ذی الحجه په نهمه نيټه له زوال وروسته د لسمې نيټې تر صبح صادق پورې وخت به وي، کومه چې د اختر شپه ده، له دې مخکې او وروسته وقوف لره اعبتار نشته.
(۴) د عرفات په حدودو کې دريدل، که چيرته يو څوک د عرفات له حدودو د باندې ودريد نو دې لره اعتبار نشته، لکه د اوسنی زمانې خلک کوم چې بيخي د دې پروا نکوي.
(۵) په همدغه وخت کې د عرفات په حدودو کې دريدل، ولو که د لږ وخت لپاره هم وي ([8]).
د وقوف عرفات واجبات
(۱) له زواله تر ماښامه وقوف کول.
(۲) د شپې په کومه برخه کې د وقوف لپاره داخليدل.
(۳) له عرفات څخه په کوزيدلو کې د امام متابعت کول، خو که چيرته امام غوښتل چې د لمر له لويدو مخکې کوز شي بيا متابعت لازمي نه ده، بلکې نقصان ده.
(۴) د ماښام لمانځه کول په مزدلفه شريفه کې ([9]).
([1]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۹۳، غنية الناسک، ص : ۱۵۰، هدايه، ج : ۱، ص : ۱۴۸.
([2]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۹۵، التاتار خانية، ج : ۲، ص : ۴۵۴، غنية، ص : ۱۵۰.
([3]) حج وعمره سنت کی مطابق اداء کيجئ، ص : ۵۹.
([6]) منحة الخالق، احکام حج، ص : ۲۳ – ۲۴، معراج الحجاج والمعتمرين، ص : ۱۷۸.
([7]) حصن حصين، الحزب الاعظم، مناجات مقبول، معلم الحجاج، احکام حج، معراج الحجاج والمعتمرين، غنية الناسک وغيره.
([8]) ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۱۹۰، ارشاد الساري، ص : ۱۳۷، معراج الحجاج والمعتمرين، ص : ۱۸۳.


















