افغانستان بانک ځينې بانک نوټونه نه اخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۸): د افغانستان بانک وايي، چې د روان کال د سنبلې د مياشتې له لومړۍ نيټې وروسته هغه بانک نوټونه نه اخلي، په کومو چې سوري شوي وي، د وينو په څاڅکو ککړ وي يا ورباندې رنګ اچول شوی وي.
د دغه بانک وياند ايمل عاشور رسنيو ته ويلي، چې د سنبلې له اولې نيټې وروسته به دغه ډول بانک نوټونه نه اخيستل کېږي او په خبره يې چې نوموړی بانک به هغه بانک نوټونو اخيستلو ته دوام ورکړي، کوم چې د راکړې ورکړې پر مهال زاړه شوي وي، ليکل او يا امضاګانې ورباندې شوي وي.
نوموړي وويل، چې د افغانستان بانک د ناچله سوريو او رنګ شويو بانک نوټونو د ټولو لپاره څو مياشتې وخت ورکړی و، چې خلک خپل نوټونو بدل کړي او زياتوي چې دغه وخت به د سنبلې په اوله د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
ايمل عاشور زياتوي: (ګډوډ بانک نوټونه چې خلک يې بايد بدل کړي، هغه دي، چې پر مخ يې رنګ اچول شوی وي، غوړ شوی وي، د وينوڅاڅکي يا امضاګانې پرې شوې وي، مهر يا نقاشي پرې شوې وي، سوري شوي او يا په مارکر قلم لیکونه پرې شوي وي، دغو بانک نوټونو ته نامناسب بانک نوټونه ويل کې چې د زمري د مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې يې د افغانستان بانک اخلي).
افغانستان بانک وايي، چې د تېرو شپږو مياشتو په موده کې يې په ټول هېواد کې دغه ډول يو ميليارد او پنځوس ميليونه افغانيو په ارزښت بانک نوټونه راټول کړي دي.



