امریکا د افغانستان په وړاندې په پالیسي جوړولو کې بیا هم ناکامه شوه

امریکا د افغانستان په وړاندې په پالیسي جوړولو کې بیا هم ناکامه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۸ فرید افغان)

ټاکل شوې وه چې د ټرمپ په ګډون به ګڼ امریکایي مشران د جمعې په ورځ په کیمپ ډیوډ کې د افغانستان په وړاندې د خپل هیواد پالیسي اعلانوي
تازه راپورونه وایي چې د ټرمپ په مشرۍامریکایي اداره له څو ساعتیزو بحثونو وروسته بیا هم ونه توانیده چې د افغانستان په وړاندې دخپل هیواد تګلاره وټاکي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز په کیمپ ډیوډ کې خبریالانو ته وویل چې د تیرو غونډو په څیر یوځل بیا امریکایي ولسمشر بې له دې چې کومه پریکړه وکړي د دې هیواد د ملي امنیت د مشرانو اونورو لوړپوړو چارواکو نظریات او خبرې واوریدې او اوس ټولې لارې چارې څیړې او غور پرې کوي.

دا څوم ځل دی چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ملي امنیت د جګپوړو غړو سره د افغانستان لپاره د مناسبې تګلارې د ټاکلو لپاره غونډه کوي خو په یوه داسې تګلاره چې یواځې د امریکا ګټې پکې خوندي وي نه بریالي کیږي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر او نور جګپوړي غړي له ټرمپ نه غواړي چې افغانستان ته اضافي امریکایي عسکر واستوي خو په سپینه ماڼۍ کې ځیني نور بیا د عسکرو د لیږلو سره مخالفت لري چې د همدې ډلې مشر سټیفن بینن هم تیره ورځ له دندې ګوښه کړی شو.

امریکایي اداره د ځواکونو په ډیرولو، په یو مخیز خروج، او د کرایي کمپنیو ته د جګړې د ورکړې په ګډون په دریو نورو چارو هم غور کړی دی
یوه دا چې په همدې اوسني شمیر امریکایي عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي، دویم دا چې ډیر لږ شمیر دې زیات شي او دریمه دا چې عسکر دې یو څه کم شي خو ډرون الوتکو حملې او د استخباراتي معلوماتو ټولول دې زیات شي او تمرکز دې د وسلوالو پر ضد مبارزې ته شي.
د امریکایي مشرانو د اختلافاتو لړۍ او د افغانستان په وړاندې دیوې تګلارې ټاکل افغان حکومت سخت وارخطا کړی دی او اوس د امریکا هره مثبته او منفي تګلاره ورته د منلو ده .
تیره ورځ د ارګ ویاند (دواخان مینه پال) رسنیو ته وویل چې د سپینې ماڼۍ د هر ډول پرېکړې هرکلی کوي او زړه یې په دې تکیه دی چې «د افغانستان حالات امریکایانو ارزولي دي»، نو اوس که هر اقدام کوي خامخا به په کې خیر نغښتی وي.
د ټرمپ ادارې پرلپسې ۶ میاشتې هڅې وکړې ترڅو د افغانستان په اړه یوه داسې پالیسي چې د امریکایانو ګټې پکې خوندي وي جوړه کړي خو له ځلونو غونډو وروسته لا هم ندي توانیدلي چې د افغان جګړې لپاره په کومه طرحه سلا وکړي.
دا پداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو امریکایي ولسمشر ته په یوه پرانیستي تفصیلي لیک کې ویلي ؤ چې که د جګړې اختتام غواړي نور دې خپل ځواکونه د افغانستان له خاورې په ټولییز ډول وباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button