هندوستان: د ریل ګاډي د چپه کیدو له کبله ۲۳ کسان ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د هندوستان په شمال غرب کې یو ریل ګاډی له خپلې کرښې اوښتی او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

داپیښه نن ورځ د هندوستان په اتراپردیش آیالت کې رامنځته شوې ده
چارواکي وایي چې د ریل د اوښتو له کبله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور بیا ټپیان شوي دي.
. د هندوستان د ریل د خطونو د ادارې ویاند انیل ساکسنا وايي چې یاد ریل ګاډی د پنځه واګونونه له لیکې اوښتې دي او له دې کبله د مرګ ژوبله شمیره هم ښایي لوړه شي.

هندي چارواکو رسنیو ته ویلي چې له پیښې وروسته یې د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره؛ په دې عملیاتو کې کشفي سپیان او د اوسپنو د پرې کولو په وسایلو سمبال د ژغورنې کارکوونکي برخه لري ترڅو ژوندي او بند پاتې شوي کسان وژغوري.
د تیرې اونۍ راهیسې دا دوهمه ستره پیښه ده چې په همدې ایالت کې ترسره کیږي.
تیره اونۍ د اتراپردیش ایالت په یوه روغتون کې د اکسیجن د ختمیدو له امله لسګونه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

باید وویل شي چې په هند کې ډیری وګړي د لرې واټن سفرونو لپاره د ریل سفر ته مخه کوي خو په دې هیواد کې د لږو مالي امکاناتو له کبله د ریلونو سیسټم ډیر خراب دی.
څو کاله وړاندې یوه څیړنیز راپور ښوودلې وه چې په هند کې هرکال ۱۵۰۰۰ کسان یواځې د ریل ګاډو په سفرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button