فراه: ترافيکي پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹): چارواکي وايي، د کندهار- هرات په لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه ولايت د امنیې قومندانۍ مسئولين وايي، چې پېښه کندهار- هرات په لويه لاره د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په سيمه کې د تونس او فيلډر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی زياتوي، د پېښې ټپيان د سيمې نږدې روغتون ته وړل شوي او په خبره يې چې په مړو شويو  کسانو کې يوه ميرمن او نور نارينه دي.

د هغه په وينا، ياده پېښه د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ډیری وخت په هېواد کې د موټرو د ټکر له امله ترافيکي پېښې کېږي، چې چارواکي يې لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button