(کابل ټکی کام۱۳۹۶وږی۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې له سختو جګړو او نښتو وروسته د دې ولایت د ګومل ولسوالۍ سقوط وکړ.
د سیمې خلک وایي چې افغان ځواکونه تیره شپه د یادې ولسوالۍ له مرکز او ټولو پوستو تښتیدلي او سیمه یې طالبانو ته پریښې ده.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې یاد ځواکونه له تیرې یوې میاشتې را پدیخوا محاصره و چې بیګا د شپې له تیارې څخه په استفادې یې له خپلو ټولو امنیتي مراکزو شاتګ کړی دی.
طالبانو د یادې ولسوالۍ نیول تائید کړي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې له تښتیدلو عساکرو څخه ورته ګڼ شمیر موټر، وسلې، مهمات او نظامي توکي په لاس ورغلي دي.
باید وویل شي چې یاده ولسوالۍ له تیرې یوې میاشتې څخه محاصره وه چې پکې لسګونه عسکرو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دولتي چارواکو تر اوسه د ولسوالۍ د سقوط په هکله رسنیو ته څه ندي ویلي
اوس مهال طالبان د ولسوالۍ په مرکز او ټوله سیمه بشپړ کنترول لري.

















