وروسته له هغه چې امریکا وویل، افغانستان ته به نور پوځیان ولېږي او له خپلو ملګرو هېوادونو یې هم غوښتنه وکړه چې خپل پوځيان په افغانستان کې زیات کړي، اوس نیوزیلانډ وايي چې افغانستان ته به درې نور اضافي سرتېري ولېږي.
د نیوزیلانډ دفاع وزیر، مارک مېشل رسنیو ته ویلي دي چې دوی د ناټو په غوښتنه د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۰ نه ۱۳ ته پورته کوي.
مېشل ویلي چې دا اضافي سرتېري به هم د نورو په څېر یوازې افغان سرتېرو ته مشورې او زده کړې ورکوي او په جګړه کې به ګډون نه کوي.
نیوزیلانډي پوځيان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې دېره دي. دې هېواد له ۲۰۱۳ز کال راهیسې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېر کم کړی دی خو اوس یې هم ۱۰ سرتېري په کابل کې مېشت دي. نیوزیلانډۍ رسنۍ وايي چې تر اوسه پورې په افغانستان کې د دې هېواد ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.
تېره دوشنبه، ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه او ویې ویل چې د افغانستان جګړه به روانه ساتي. ټرمپ زیاته کړه، دی به له خپلو شریکو ملګرو وغواړي چې په پیسو او د اضافي سرتېرو په لېږلو سره د ده د ستراتیژۍ ملاتړ وکړي.
امریکايي چارواکو ویلي چې ډونالډ ټرمپ به افغانستان ته لږ تر لږه ۴۰۰۰ نور اضافي سرتېري ولېږي. بل خوا د امریکا دفاع وزارت وايي چې د اضافي سرتېرو د لېږلو کره شمېره لا تراوسه نه ده ټاکل شوې.


















