(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۵): د کنړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کې وسله والو د محلي پوليسو (اربکيانو) يو تن مشهور قوماندان عبدالوکيل وژلی دی.
د دغه ولايت امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت رسنيو ته ويلي، چې نوموړی تېره شپه خپل کور ته روان و چې د وسله والو له بريد سره مخ شو او ځای پرځای ووژل شو.
د دغه بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: چې (تیرماښام د کنړ شیګل ولسوالۍ شلطن سیمه کې مشهور اوظالم اربکی قومندان وکیل په چریکي برید کې ووژل شو).
چارواکو يا طالبانو له نوموړي سره د نورو پوليسو د وژل کېدو يا ټپي کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
له بله پلوه په يوه جلا خبر کې ويل شوي، چې نامعلومه وسله والو د زابل ولايت د علماؤ شورا رئيس عبدالحکيم حکمت وژلی دی.
د زابل ولايت د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي وايي، چې د نوموړي جسد د دغه ولسوالۍ په بره خان سيمه کې موندل شوی دی.
د عبدالحکيم حکمت د وژنې مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.


















