سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي – اتلسمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 27, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
16
ځلې شریک شوی
198
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه  : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې  په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه  ده خو اوس دا وسوسه شیطان انسان ته څنګه ور اچوي؟  څرنګه چې خلک په مختلفو ډولونو سره دي داسې شیطان په خپل مهارت سره مختلفو خلکو ته مختلف ډوله وسوسې ور اچوي  دلته  به د وسوسې په قسمونو سره بحث وکوو  د تېرې برخې په تعقیب …

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

شیطان څنګه وسوسه ور اچوي؟

او شیطان هر چا ته یو ډول وسوسه نه ور اچوي  بلکه مختلف ډولونه دي ، او مختلفو کسانو ته مختلف قسم حرکات په زړه کې ور اچوي د مثال په ډول :

عابدانو ته وسوسې

شیطان کوښښ کوي چې عابدان  ډېر په عملي عبادت آخته کړي او هغوی ته ددې وخت ورنه کړي چې هغوی د الله جل جلاله  په قدرتونو کې تفکر او د الله جل جلاله  په آیتونو کې تدبر وکوي او هغوی ته په زړه کې ور اچوي چې غوره کار همدا دی چې څومره ډېر وخت عبادت وکوې او پدې توګه یې د دیني زده کړې او په دیني مسئلو د ځان پوهولو نه مصروف کوي  نو پدې سلسله کې چې ورسره د علم کمښت او د عبادت زیادت راشي کله عابد پدې دوکه کړي چې ته خو ډېره عجیبه هستي یې ، ته خو دومره ډېر عبادت کوې چې بل څوک یې نه کوي، کله به یې پداسې توګه عبادت باندې مصروف کړي چې هغه به بالکل په اسلام کې نه وی او د رسول الله صلی الله علیه و سلم  د هدایاتو سره به برابر نه وي  او کله چې بل څوک راشي ده ته نصیحت کوي او دی سمې لارې ته را غواړي  نو شیطان دده په زړه کې تکبر ور واچوي  او ورته وايي  چې ته خو د الله جل جلاله  ډېر غوره بنده یې ټوله شپه مونځ کوې او اوس دا تاته سمه لاره ښیي؟  نو مه یې ورسره منه … نو هغه که ورته سمه خبره هم کوي دی يې له منلو څخه انکار کوي ددې امله خو حضرت امیر المؤمنین عمر بن عبد العزیز  رحمه الله  فرمایل :

مَنْ عَمِلَ بِغَيْرِ عِلْمٍ كَانَ مَا يُفْسِدُ أَكْثَرَ مِمَّا يُصْلِحُ.  کتاب الزهد للامام احمد رحمه الله

ترجمه : هغه چې بغیر د علم نه عمل کوي هغه تر اصلاح نه زیات فساد کوي .

علماوو ته وسوسې

الله جل جلاله  هغه ذات دی چې علماوو ته یې علم ورکړی دی الله جل جلاله  پداسې حالت کې انسان پیدا کړو چې په هېڅ نه پوهېدو بیا الله جل جلاله  ورته د علم قوت ورکړو او دې حد ته یې را ورسولو لکن کله کله شیطان چې د عالم زړه ته ور ننوزي دا ورڅخه هېر کړي  او ددې په ځای په زړه کې ور اچوي چې  دا هرڅه دده خپل کمال دی ، ده ډېر کوښښ کړی دی چې دی اوس دې حد ته رسېدلی دی  لکه الله جل جلاله  چې مونږ ته د قارون قول را نقل کوي چې هغه ویل دا مال ماته  د خپل علم له امله راکړل شوی دی  الله جل جلاله  فرمايي چې آیا دی پدې نه پوهیږي چې الله جل جلاله  دده نه وړاندې داسې خلک هلاک کړل چې له ده څخه سخت او زورور  وو الله جل جلاله  فرمايي  : قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَنْ ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (78). سورة  القصص

ترجمه :  وویل (قارون قوم خپل ته) بېشکه هم دا خبره ده چې راکړل شوی دی ماته دغه مال په هغه علم سره چې لما سره دی ،  آیا نه پوهیدو (قارون) چې بېشکه الله جل جلاله  په تحقیق هلاک کړی دی پخوا له دغه (قارون څخه) له  (اهل د) زمانو هر هغه څوک چې دی ډېر سخت وو له دې (قارون) څخه له  جهته د قوت او ډېر وو له جهته د جمع کولو (د مال یا ملا تړه)  او نه به شي پوښتېدلی له ګناهونو خپلو څخه کافران (ځکه چې الله جل جلاله  ته معلوم دی) .

الله جل جلاله  د ټول مسلمانان وساتي کله داسې هم کیږي چې  ا نسان علم وکوي او همدا علم یې ددې سبب شي چې دی دوزخ ته لاړ شي لکه یو حدیث چې  زمونږ د کتابونو په سلسله  (د اسانه نېکیانو خزانه ) کې په دریمه برخه کې له تفصیل سره تېر شو هلته د یو حدیث په اوږدو کې رسول الله صلی الله علیه و سلم  فرمايي چې د قیامت په ورځ : وَرَجُلٌ تَعَلَّمَ الْعِلْمَ وَعَلَّمَهُ وَقَرَأَ الْقُرْآنَ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا قَالَ تَعَلَّمْتُ الْعِلْمَ وَعَلَّمْتُهُ وَقَرَأْتُ فِيكَ الْقُرْآنَ. قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ تَعَلَّمْتَ الْعِلْمَ لِيُقَالَ عَالِمٌ. وَقَرَأْتَ الْقُرْآنَ لِيُقَالَ هُوَ قَارِئٌ. فَقَدْ قِيلَ ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِىَ فِي النَّارِ…. الحدیث  .  متفق علیه

ترجمه :  بل کس به وي چې هغه به علم حاصل کړى وي او خلقو ته به يې هم ور ښودلى وي او قرآن به يې لوستلى وي هغه به راوستل شي الله  جل جلاله  به هغه ته خپل نعمتونه ور په زړه کړي او ده ته به هم ور په زړه شي  بيا به الله جل جلاله  ورته ووايي : تا پدې نعمتونو کې څه وکول؟  دى به ووايي ستا د رضا لپاره مې علم حاصل کړو او خلقو ته مې ور وښود او ستا لپاره مې قرآن ولوست الله  جل جلاله  به ورته ووايي : درواغ د وويل بلکه تا علم ددې لپاره حاصل کړو چې خلق ووايي چې دا عالم دى او قرآن د ددې لپاره ولوست چې خلق ووایي چې دی  قاري دی او خلقو وويل بيا به امر پرې وشي او هغه به په مخ باندې کش کړل شي تردې چې په اور کې واچول شي.

علماوو ته هم شیطان مختلف ډوله وسوسې ور اچوي لکه دا اوس چې تېر شول کله یې خپل علم ته خوشحال کړي چې لدې لارې کبر په زړه کې ور واچوي او هغه ته بیا ځان تر هر چا زیات عالم ښکاره کیږي ، کله کله  داسې هم وي چې د یو عالم په وړاندې بل عالم یاد شي سره ددې چې هغه به نېک انسان وي خو ددې لپاره چې دا عالم خلکو ته ښکاره کړي چې دی تر هغه نه زیات پوه دی نو په هغه عالم باندې ، د هغه په څه خبرو باندې ، د هغه په څه عمل باندې نیوکه کوي  حال دا چې یو نېک انسان څه کار وکوي بل نېک انسان باید تر خپله وسه پورې دهغه دې کار ته ښه توجیه برابره کړي .

همدارنګه د ځینو علماوو زړونو ته شیطان  ور ننوزي هغه ته خپل ځان ډېره مبارکه هستي ښکاره کیږي او نور خلک ورته ډېر کم او ښکته ښکاره کیږي او کله چې خلک دده صفت کوي نو دی ډېر پرې خوشحال وي ، که څوک دده لاسونه ښکلوي نو دی ورته خوشحال وي او که څوک دده په مخ کې نه پاڅیږي او قدر یې نه کوي نو دی خفه او ګیله من وي  دا ټول د شیطان حرکات دي چې یو عالم ته یې په زړه کې ور اچوي .

په نورو برخو کې  ځوانانو ته وسوسوسې ، ښځو ته وسوسې، غریبانو ته وسوسې، مالدارانو ته وسوسې … ان شاء ا لله

مخکینې مطلب

کنړ کې د پوليسو قومندان او زابل کې د علماؤ د شورا رئيس وژل شوي

بل مطلب

کشمير: وسله وال بريد کې ۸ هندي پوليس وژل شوي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
0

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com