(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۵): د نيمروز ولايت چارواکي وايي، د دلارام ولسوالۍ امنيه قومندان د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.
د دلارام ولسوال نجيب الله حيات د نوموړي وژل کېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان څارن عبدالحکيم نن له غرمې وروسته د درې بجو په شاوخوا کې د وسله والو په بريد کې ووژل شو.
نوموړي ويلي، دغه بريد د ولسوالۍ په دوه کيلو مترۍ کې د هغه په موټر ترسره شوی او د هغه يو ساتونکی هم پکې وژل شوی دی.
له بله پلوه وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري یوسف احمدي ويلي، چې د دوی پلويانو پر نوموړي د ولي جان پمپ ته څېرمه وسله وال برید کړی او ځای پر ځای وژل شوی دی.
طالبان وايي، چې د قومندان حکيم موټر يې سوځولی او له هغه يې دوه کلاشينکوفونه، دوه توفنچې هم له ځان سره وړي دي.
که څه هم ولسوال نجيب الله ويلي، چې د امنيه قومندان او طالبانو تر منځ نښته شوې چې پکې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبانو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.


















