کابل : سروبي کې رینجر موټر تخریب ۶ تنه پکې مړه او ژوبل شول

کابل ټکی کام (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل)
له کابل ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ، چې نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د سروبي ولسوالۍ اړوند د اوزبين چهلګزي سیمه کې وسلوالو طالبانو په رینجر موټر بريد کړی چې مرګ او ژوبله يي اړولې ده .
د خبر له مخې رینجر چې پولیس په کې سپاره وه په بشپړ ډول تخریپ او ۶ تنو کسانو څخه يي ۳ مړه او ۳ نور ټپیان شول .
خو د کابل امنيتي چارواکو په دې څه نه دي ويلي .
بدرالدین ځواک



