تخار: درقد کې طالب چارواکو د یوې پوستې د نيولو خبر ورکړی

کابل ټکی کام ( هفته، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل)

د طالبانو په رسمي ويب پاڼې الاماره کې په یوې خبري اعلاميې کې راغلي دي چې د دوي ځواکونو د تخار ولایت درقد ولسوالۍ کې یوه پوسته نيولې، ۲اربيکان وژل شوي، ۱ټانګ،۱رینجرموټر يي غنيمت کړي او ددې ترڅنګ لویه پیمانه وسلې او مهمات يي هم لاس ته ورغلي دي .

د طالبانو له قوله تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یاد ولایت درقد او خواجه بهاء الدین ولسوالیو تر مینځ د القناق په سیمه کې د سيميزو پولیسو په یوه امنیتي پوسته د دوي ځواکونو بريدونه ترسره کړل .

د خبر له مخې بریدونو د سهار تر۴ بجو پورې روان وه چې په نتيجه کې يي یاده پوسته په ټولیزه توګه د طالبانو لاس ته ورغله، د دوه تنو اربکيانو په وژلو سره نورو عسکرو د تېښتې لاره غوره کړه او سيمه يي طالبانږو ته پرېښودله .

دغه راز طالبانو ويلي دي چې ۱ټانګ،۱رینجر،دوه موټرسائکلانو تر څنګ ۵ ميله سپکه او درنه وسله يي هم نيولې .

امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو د خپل یوه ملګري د شهادت خبر هم ورکړی .

سليم بریال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button