هلمند : طالبان خانشين کې پوسته نيولې ۹ عسکر يي وژلي

کابل ټکی کام ( هفته، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل)
له هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ نه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ويل ويل شوي دي چې طاالب وسلوالو ځواکونو تېره شپه ناوخته شاوخوا ۲ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند قلعه سوز سيمه کې د دولت په یوه امنیتي پوسته بريد کړي چې درنه مرګ او ژوبله يي اړولې ده .
د خبرله مخې په دغه بريد کې طالب ځواکونو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی، چې د درنې جګړې په پایله کې پوستې سقوط کړی او ۹ تنه افغان پولیس په کې وژل شوي دي اويوشمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلی دی .
طالبانو دغه راز د دغې پوستې نيولو پخلی کړی زیاتوي چې د ۹ تنو عسکرو مړي اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي .
او ددوي یو تن طالب ملګری هم ژوبل شوی دی .
بدرالدين ځواک


