طالبان: په برما کې روان وحشت غندو، او له بشري مدافعینو یې په اړه د غبرګون هیله لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۳ فرید افغان)

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې د دې ډلې په رسمي ویبپاڼه الامارة کې خپره شوې په برما کې د مسلمانانو پرضد روان وحشت چې له کبله یې لسګونه کورونه کډوالۍ ته اړ شوي او د خلکود شکنجو او وژنو سره د هغوی ملکیتونه هم غصب او په اورونو سوځول کیږي په کلکو ټکو غندلي دي .

طالبانو ویلي (موږ د برما په مسلمانانو کیدونکی ظلم په کلکو ټکو غندو او د بې ګناه انسانانو په وړاندې یې نه بښونکی جرم،ستر وحشت او جنګي جنایت بولو)
طالبانو په خپله اعلامیه کې د اسلامي نړۍ د حکومتونو، سازمانونو، رسنیو او افرادو چې د برما له مسلمانانو څخه یې د ملاتړ غږ پورته کړی هرکلی کړی او هغوی یې لا دې کار ته هڅولي دي.
(د نړۍ په ټولو مسلمانانو غږ کوو چې خپل دغه مستضعف وروڼه هیر نه کړي.
د هغوی د دفاع، نجات، ځای ورکولو او هر ډول مرستې لپاره مټې رابډوهي او د خپل توان تر حده ورسره د اسلامي همدردۍ وجیبه ترسره کړي.)

طالبانو د برما په اړه د نړیوالو رسنیو او د بشري حقوقو د سازمانونو چوپتیا د شرم او پیغور وړ بللې ده او ترې غوښتي یې دي چې خپلې خپلواکۍ او دندې ته په کتو سره باید د عام مسلمانانوژغ اوچت، او مرستې ته ور ودانګي او له عامو مسلمانانو یې هم د برما له مظلوم ولس سره د مرستې غوښتنه کړې
(مسلمانان وروڼه دي، د بشر د حقوقو د بې عمله مدعیانو په تمه نه کښیني، بلکې له خپلو امکاناتو په استفاده دې د برما د مظلومو مسلمانانو کومک وکړي، د هغوی د نجات لپاره دې الله تعالی ته دعاګانې وکړي، له هغوی سره دې په مال، ځان او ژبه همدردي وکړي، د هغوی د مظلومیت غږ دې راپورته کړي تر څو یې د ظلم توره شپه له سر څخه لري شي. )

د یادونې وړ ده چې د برما پوځ د مسلمانانو اوه زره (۷۰۰۰) کورونه سوځولي او لسګونه زره بې دفاع او مظلوم مسلمانان چې ډیری یې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او بې وسه ملکي وګړي دي له خپلو سیمو شړلي او بې کوره کړي دي.
د چارو څارونکي وایي د طالبانو اعلامیه ډیر پرځای او ښه وخت کې وه طالبانو وښوودله چې د نړۍ تر ټولو ستر بشري خواخوږي دي، او داچې طالبان عملا د خپل هیواد دآزادۍ لپاره د امریکایانو په ملتیا له سلګونو زرو داخلي او خارجي پوځیانو سره په مبارزه اخته دي نو د مرستې وړاندیز یې ندی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button