دایکندي: طالبانو د افغان پوځ دوهمه چورلکه هم رانسکوره کړه

دایکندي: طالبانو د افغان پوځ دوهمه چورلکه هم رانسکوره کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ کله چې طالبانو د دایکندي په ولایت کې یوه پوځي چورلکه رانسکوره کړه سمدلاسه نور هوایي او ځمکني ځواکونه سیمې ته ورسیدل ترڅو د وژل شویو او ټپیانو حال واخلي چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د سیمې خلک وایي طالبانو له ګډوځواکونو سره څو ساعتیزه جګړه وکړه چې پکې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي.
سیمیزې سرچینې وایي چې طالبانو د سختې جګړې په درشل کې یوه بله چورلکه هم ویشتې چې له اوږد واټن مزل وروسته په خپله رانسکوره شوه.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې د پیښې په تائید سره ویلي چې
(د دایکندي اجرستان کي دلویدلې الوتکې دوژل شویودانتقال لپاره نوري الوتکې راغلې چي1بله مجاهدینوورڅخه وویشتله اوپه مالستان کي رانسکوره شوه)
عیني شاهدان مني چې چورلکې په هوا کې اور واخیست او
په څنګلوري ولسوالۍ مالستان کې راولویده
تر ا وسه د چورلکې د عملې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام ندي په ډاګه شوي.
افغان چارواکو د تیرې ورځ د چورلکې سقوط منلی و خو په وینایې چې طالبانو نه؛ بلکه چورلکه له یوې ونې سره جنګیدلې وه چې همهاله پرې طالبانو پرې ډزې کړې وې خو د نن ورځې د لویدلې چورلکې اړوند یې څه ندي ویلي .
داپداسې حال کې ده چې کابل او واشنګټن په ګډه سره د وسلوالو پر وړاندې د هوایي عملیاتو د ګړندي توب خبر ورکړی او امریکا تائید کړې چې افغان عسکرو ته به له یوه امریکایي شرکت څخه ۱۵۰ چورلکې پیري چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به ورته ورسیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button