دومره لویه کلیمه او زمونږ دومره بی غوری؟

لیکوال: بحرعمیق

امریکایانو دموجوده جعلی اسلامی جمهوری نظام په حضور کی دکلیمی طیبی توهین او سپکاوی وکړ!
خو موجوده حکومت دکلیمی څخه هم دفاع ونکړه او نه یی پوښتنه تری وکړه چه داکلیمه خوزمونږه هم ده ولی یی سپکاوی کوی حتی خفګان یی هم پری ښکاره نکړ او نه یی ددی کار غندنه وکړه!
نو دا کومه کلیمه ده چه موجوده حکومت دومره ورڅخه بی پروا ده؟
دا هغه کلیمه ده چه په یو وار ویلو سره یی دکلونو کافر مسلمانیدلی شی.
دا هغه کلیمه ده چه نبی علیه السلام او صحابه کرامو یی ددفاع لپاره ټول عمر وقف کړی وو.
دا هغه کلیمه ده چه ویونکی به یی یو وخت خامخا جنت ته ځی اګرکه هرڅومره ګناهګار هم وی.
دا هغه کلیمه ده چه دحساب او کتاب په ورځ به له ټولو نیکو اعمالو څخه په وزن کی درنه وی.
دا هغه کلیمه ده چه لوستل یی او عمل پری کول او دفاع تری کول په مونږ فرض دی.
دا هغه کلیمه ده چه۱۴۰۰ کاله دمسلمانو وینی پری.تویی شوی دی.
دا هغه کلیمه ده چه منکر یی کافر بلل کیږی او ویونکی یی مسلمان.
دا هغه کلیمه ده چه څوک غیرت پری ونکړی هغه مسلمان نده.
دا هغه کلیمه ده چه له باطلو خدایانو څخه بی زاری او د واحد خدای.ج. تثبیت کوی.
اوهوووو دومره لویه کلیمه او زمونږ دومره بی غوری؟
ای مسلمانو ورڼو:
راځي چه پخپله کلیمه غیرت وکړو او دکلیمی دتوهین په مقابل کی عمومی جهاد اعلان کړو پخپلو مټو دکلیمی طیبی انتقام واخلو.
ددی حکومت په امید مه کښینۍ.
کوم حکومت چه له وطن څخه ددفاع شعارونه ورکوی هغوی له کلیمی او دالله.ج. له نوم څخه هم دفاع نشی کولی .
ښه نو !
تاسو څه فکر کوۍ چه دغه حکومت به له تاسو څخه او ستاسو له ناموس څخه دفاع وکړی؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button