شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

له ’سوله غواړو‘ سره جګړه؛ او له جګړه مارو سره سوله

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 7, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
14
ځلې شریک شوی
180
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل غږ

ع- خاموش

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تر اوسه پورې افغانانو د چا په حریم تېری نه دی کړی. نه یې د چا مذهب، کلتور، ژبې او قوم ته په کم نظر کتلي دي. تل پر افغان ولس تېری شوی، دین، کلتور او خاوره یې له خطر سره مخ شوې ده، د هر تېري کوونکي په مقابل کې یې خپله دفاع کړې ده، خپل کلتور او خپله خاوره یې د سرونو په قربانیو ساتلې ده. دا به څوک ثابته نه کړي چې افغانانو د چا پر خلاف د تېري بیرغ پورته کړی دی. انګرېزانو، صفویانو، روسانو او دا دی اوس امریکایي یرغلګرو ته وايي چې زموږ له خاورې ووځئ بیا به له بریدونو په امن یاست.

امریکا چې د بې ضمیره کمونستانو په څېر یې د خپلې خاورې څو دښمنان په یوه او بل نامه غلامان کړي، هغوی سره د غلامۍ په دوام مرسته کوي، خو له افغان ولس سره یې جګړې ته د دوام لپاره دا دی نور پوځونه راولېږل.

افغان ولس په وار وار وویل چې موږ جګړه نه کوو، د اسلام د مقدس دین په پیروۍ ژوند په سوله او امن کې دی؛ خو امریکایي جنرالانو د موجوده حکومت له غلامانو سره په افغانستان کې د جګړې د دوام او په افغانستان کې د مرکزي اسیا لپاره په افغانستان کې پنځوس کلنې پوځي اډي جوړوي، چې په اصل کې امریکا له سوله غوښتونکو افغانانو سره د پنځوسو کالو د جګړې اراده کړې ده.

تېره ورځ چې د شمالي کوریا لخوا نوی د لیرې واټن ویشتونکی میزایل وازمایل شو، امریکایي نظامیان تبې ونیول. د ملګرو ملتونو په وسیله یې له شمالي امریکا وغوښتل چې د اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره امریکا له شمالي کوریا سره هر ډول خبرو ته تیاره ده.

د امریکا په مقابل کې شمالي کوریا وویل چې د امریکا د هر ډول تېري ځواب ته تیار دي. شمالي کوریا اعلان کوي چې یو په اتوم سمبال هېواد دی. امریکا ته یې خبر ورکړ چې هر وخت زور ازمایي کوي موږ دې مقابلې ته آمادګې نیولې ده.

تېره اونۍ امریکایي دفاع وزات، استخباراتو او د دفاع کمېټې اعلان وکړ چې افغانستان ته به نور پوځونه او بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکې ورکوي، خو له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي چې د یوه پلاوي په وسیله له شمالي کوریا سره د سولې خبرې کوي.

امریکا په دې پوهېږي چې افغانان په نړیواله او سیمه ییزه کچه او هم په ګاونډیانو کې داسې دوست نه لري چې دفاع یې وکړي، ځکه ورسره جګړه کوي او شمالي کوریا چې د چین په څېر غښتلي دوستان لري، ورسره د ټولو اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره د جګړې پر ځای سوله کوي.

مخکینې مطلب

د شیطان پېژند ګلوي - شلمه برخه

بل مطلب

دایکندي: طالبانو د افغان پوځ دوهمه چورلکه هم رانسکوره کړه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com