پاکستان زرګونه ټنه د خوګ غوښه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته صادره کړې:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۷ فرید افغان)

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز د پاکستان د مرکزي بانک په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د ۲۰۱۵ کال د جولای را پدیخوا د میلونونو دالرو په ارزښت د خنزیر غوښه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته لیږلې .

په پاکستان کې د خوګانو د غوښو د پروسس د فابریکو غړیو رسنیو ته ویلي چې افغانستان د پاکستان د خوګ د غوښو د فابریکو د صادراتو یوه مهم بازار ګڼل کیږي ځکه چې په وینایې په افغانستان کې کابو ۱۳ زره بهرني ځواکونه میشت دي او د دوی د خوارک لپاره د خوګ غوښه له پاکستان څخه اخیستل کیږي.

د پاکستان د مرکزي بانک چارواکي وایي د دوی د صادراتو لړۍ لا هم په تیزي سره روانه ده او په خبره یې چې په تیرو نهه میاشتو کې یې د ۴۴۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د خوګ غوښه افغانستان ته صادر شوي.

ډیلي ټایمز د مرکزي بانک په حواله لیکي چې پاکستان په تیرو دو کالونو کې افغانستان کې میشتو بهرنیانو ته د ۳،۵ میلیون ډالرو په ارزښت د خنزیر غوښه صادره کړې چې دې هیواد ته یوستره عایداتي منبع ده یې بولي.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د خوګ د غوښې خرڅلاو، د هغې خوړل او په خوګانو سوداګري کول د قانون پر اساس منع دي خو سرچینې وایي په لاهور ښار کې ځینې فابریکې له کوم ممانعت څخه پرته فعالیت کوي او هر ورځ په ټنونو د خوګ غوښه له راولپنډي څخه لاهور ته او له هغه ځایه افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته راوړل کیږي.
په افغان حکومت کې دننه ځینې سرچینې وایي چې د خوګانو غوښه د ملي امنیت ځانګړې قطعې او چټک غبرګون پوځیانو ته هم ورکول کیږي خو چارواکي رسما دا خبره نه تائیدوي.
باید وویل شي چې په تیر کې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې ځینې قراردادیان په دې تور نیول شوي و ، چې د ملي اردو او پولیسو ځواکونو ته یې د خره غوښې پخولې.
امریکایانو او افغان دولت پدې اړه تر اوسه کوم غبرګون ندی ښوودلی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button