ترافیک: له دې وروسته به د موټرو په مخکیني سیټ کې د دوکسانو کیناستل بند کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۷ فرید افغان)

د کابل د ترافیکو مدیربت خبرداری ورکړی چې په پام کې لري ترڅو په لنډراتلونکي هغه موټر چلوونکو ته چې د مخې په سیټ کې دوه کسان کینوي سزا ورکړي.
د ترافیکو چارواکي وایي دا کار د قانون خلاف ده او باید مخه یې ونیول شي.
په همدې حال کې موټر چلوونکو د دې کار لامل د تیلو د نرخونو د بیو لوړتیا ښوودلې چې په وینایي مجبور دي چې د مخې سیټ دوه کسان سپاره کړي ځکه که داسې ونکړي موټر یې د تیلو مصرف هم نه شي پوره کولی.
موټر چلوونکي وایي؛ حکومت چې دا ګام اوچتوي لمړی باید د تیلو بیې چې ورځ تر بلې لوړیږي کنټرول کړي.

ترافیک د مخې په سیټ کې د دو تنو کینول د قانون څخه خلاف کړنه بولي او په وینا یې چې هڅه کوي د افغانستان په کچه د دې کار مخه ونیسي.
خو کابل ښاریان بیا خپله ترافیک هم د قانون په نقض تورنوي او وایي؛چې تر اوسه د دغه ښار په سړکونو کې د ټرافیکو څراغونه فعال نه دي او د ټرافیکو سیسټم په سړکونو کې د ټرافیکي پولیسو لخوا په غیر منظم ډول څارل کیږي.

د ترافیکو عمومي مدیر سید محبوب سادات موټروانانو ته خبرداری ورکړی چې هغه موټر چلوونکي چې په مخکي سیټ کې دوه کسان انتقالوي سزا به ورته ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ترافیک داسې مهال د قانون د پلي کیدا خبر ورکوي چې په افغانستان کې ډيرې دولتي چارواکي ، د قانون پلي کوونکي او حتی خپله پولیس د ټرافیکي قانون نه سرغړونه کوي.
او په یو شمیر پیښو کې بیا زورواکي آن د ترافیکو پولیس وهي او ډبوي .
د کابل په واټونو کې تر ډیره بسونه د سپرلیو انتقال کوي خو واړه موټر هم پکې لویه ونډه لري.
باید وویل شي چې ترافیک داسې مهال دا قانون اعلانوي چې څو کاله وړاندې یې د کوچنیو موټرو په وروستني سیټ کې د څلورو نفرو انتقال منعه اعلان کړی و چې لا هم په ځینو ولایاتو کې ترې سرغړونه کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button