په کابل او د هیواد په نورو برخو کې د ګازو د بیې د لوړوالي علت څه ده؟

راپور تاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۷)
شاوخوا دوه اونۍ کیږي چې په کابل او ورڅیرمه ولایاتو کې د ګازو بیې تغیر کړی او ۴۰ سلنه پورته تللې دي.
خلک د ګازو د بیې د لوړوالي څخه شکایت کوي او له دولت غواړي چې پدې برخه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.
د یو کیلو په حساب د ګاز بیه له ۵۰ افغانۍ څخه ۷۰ افغانیو ته ختلې چې دې چارې غریب او بیچاره هیوادوال وارخطا کړي دي.
خو آیا دولت هم د ګازو د نرخونو په ارزانۍ کې رول لرلی شي کنه؟
د ګازو د تصدۍ رئیس تمیم ولید یې په اړه وایي؛ چې داچاره د دولت له وسه نده پوره ځکه په وینا یې چې افغانستان ته ټول ګاز له بهر نه راځي او ډیری برخه یې له ترکمنستان څخه واردیږي چې دهغه هیواد لخوا په نرخونو کې لږ توپیر هم کولی شي چې مستقیما دکابل په بازارانو اغیز وښندي.
د یادې تصدۍ د رئیس په وینا چې د ګازو د نرخونو د لوړوالي اصلي لامل دادی چې ترکمنستان هیواد د لنډې مودې لپاره د ګازو صادرول بند کړي ځکه چارواکي یې غواړي چې د ګازو د شرکتونو لپاره نورې نوې ودانۍ ورغوي او د پخوانیو کارخانو صفایي هم وکړي.
خلک شکایت لري چې دکانداران مختلف نرخونه کاروي چې ځینې یې له اندازې هم لوړ دي او نور یې بیا څه ناڅه ګذاره کوي.
خو دکانداران وایي چې پدوی باندې ګاز د لویو شرکتونو مالکین په لوړ نرخ پلوري نو دوی هم مجبور دي چې د خپلې ګټې په خاطر یې لوړ خرڅ کړي.
د پکتیا او څنګلورو ولایاتو کې چې پیر او پلور یې د افغانۍ په نسبت په کلدرارو زیات دی د یو کیلو ګاز بیه له ۹۰ څخه تر ۹۵ پاکستانۍ کلدارو پورې رسیدلې ده.
د ګازو د تصدۍ رئیس ولید تمیم رسنیو ته ویلي چې له ۳ اونیو وروسته دا مشکل اوس تقریبا حل شوی دی او په وینا یې چې ښایي په لنډ راتلونکي کې د ګازو بیې بیرته د پخوا په څیر ښې شي.
باید وویل شي چې افغانستان د ګازو او تیلو ۶ لویې سرچینې لري چې د (یتیم تاق، خواجه برهان، خواجه ګوګردک، اوجردوق) یې له مهمو هغو څخه دي، خو تر اوسه حکومت ندی توانیدلی چې د یوې سالمې پروژې په ترې کارواخلي.
د چارو پوهان په دې آند دي چې که یواځې د افغانستان د تیلو او ګازو په دې شپږو لویو سرچینو پانګونه وشي نه یواځې د افغانستان بلکه دسیمې غوښتنې به هم پوره کړي.



