یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

جیمز لینډره! په بخښنه، نه په تېښته به خلاصېږې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 8, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
8
ځلې شریک شوی
99
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

چې څومره کفري هېوادونه دي هغه ټول د اسلام پر خلاف سره یو دي او د تل لپاره په ګډه دا هڅې کوي چې په نړۍ کې د اسلام د مقدس دین د خپراوي مخه ونیسي. اوس د نړۍ غیر مسلم وګړي هم  د اسلام په حقانیت پوهېدلي او د اسلام د مقدس دین مطالعه یې په غور سره پیل کړې ده،  دوی ته دا جوته شوې ده چې په نړۍ کې د امن، انسانیت، انسان دوستۍ او د خدای د ټولو مخلوقاتو د درناوي دین د اسلام مبارک دین دی. له همدې ویرې ټول کفري هېوادونه، چې په سر کې یې اسرائیل، امریکا او ډنمارک دي، د مسلمانانو پر خلاف د هر هېواد لپاره تبلیغاتي راډیو ګاني، تلویزیوني چینلونه، بېلابېلې غږیزې رسنۍ او تصویري خپرونې په کار اچولې دي چې بدبختانه په لوړو معاشونو یو شمېر بې ضمیره قلموال، په غلامۍ ګمارل شوي، تش په نامه مسلمانان پکې دندې هم سر ته رسوي.

امریکا، اسرائیلو او ډنمارک په ګډه سره د اسلام له مقدس دین سره د دښمنۍ په ښوولو او د اسلامي مقدساتو په سپکاوي تر ۳۰۰۰ زیات کارټونونه چاپ کړل. هر کال د اسلام د مقدس دین او مسلمانانو پر خلاف دښمنانه حرکت کوي څو د مسلمانانو جذبه او عکس العمل ورته څرګند شي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

کفري هېوادونو، چې په سر کې یې امریکا ده، د ډنمارک د عیسوي کارټونسټانو په وسیله د اسلام د مقدس دین په وار وار سپکاوی وکړ او هر یو یې د سلمان رشدي په څېر د مسلمانانو سره خپله دښمني وښووله.

څو ورځې وړاندې امریکایي الوتکو قصدا په پروان کې د اسلام د سپکاوي لپاره په ډېره سپین سترګۍ د هوا له لیارې هغه پاڼې وښیندلې چې د اسلام او مسلمانانو سپکاوی پکې شوی ؤ.

دا مهال چې په هېواد کې کوم افغانان ژوند کوي هغه ټول امریکا پلوي نه دي، د ګوتو په شمېر څو تنه غلامان، چې د امریکایي او بهرنیو پوځونو د شتون پورې یې نمړۍ غوړه ده، د امریکایي جنرالانو هرې وینا ته لاس په نامه دي، نور په هېواد کې مېشت افغانان له مجبوریته په خپل جګړه ځپلي هېواد کې اوسېږي. ځکه خو د هغو پاڼو په غورځولو، چې محتویات یې د اسلام د مقدس دین سپکاوی بلل کېږي، افغان ولس غبرګون وښود، ځکه خو د اېتلافي ځواکونو قوماندان جیمز لینډر له افغا ولس بخښنه وغوښتله.

 ناټو پوځونو د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې تر ١٣٠٠ زيات هوايي بريدونه کړي دي چې پکې په ډله ییزه توګه افغانان شهيدان شوي دي. د ناټو پوځونو په ٢٠١٤ز کې پر افغان ولس ١٦٠، په ٢٠١٥ميلادي کې ١٠٣، په ٢٠١٦ کې ٢٢٨ مرګونې بريدونه کړي. هغه بريدونه چې موږ یې کلونه او د بريدونو شمېر په لاس کې نه لرو، تر دې زيات دي.

د ٢٠١٥ز د سپتمبر په ٢٨مه چې مجاهدينو کندز له افغان ځواکونو ونيوه، امريکايي الوتکو په يوه شپه پر روغتون بمبار وکړ، ٦٣ ډاکټران او مريضان یې شهيدان کړل. په بېلابېلو ولاياتو کې پر جنازو او ودونو امريکايي پوځونو بمباري وکړه.

جیمز لینډره! ستا په څېر پخوانیو امریکایي او د ناټو قوماندانانو هم د خپلو کړنو له افغان ولسه بخښنې غوښتې دي، خو تر څو به ستاسې د هوایي ځواکونو بمبارۍ او وژنې وي؟ تر څو به تاسې په ړندو عملیاتو کې زموږ ولسي وګړي شهیدانوئ؟ تر څو به ستاسې د مزدورانو د هوانونو ګولۍ زموږ د ولسي وګړو په کورونو لګېږي او ماشومان به شهیدانوي؟ تر څو به تاسې زموږ ناویانې او زومان د واده په ورځ شهیدانوئ؟ تر څو به تاسې زموږ پر جنازو هم بمبار کوئ؟ او تر څو به تاسې زموږ د مقدساتو سپکاوی کوئ؛ ډیرې بخښنې مو درته وکړې نور زموږ د بخښنو د صبر کاسه هم راډکه شوېده.

د بهرنیو ځانګړو عملیاتو قوماندان جیمز لینډره!

 افغانان به کمزوري وي، خو کم همته نه دي. دا چې یو شمېر وطنپلوري درته ناڅي، دا د افغانانو نمایندګان نه دي؛ د دوی پلرونه او نیکونه انګرېز جنرال برنس او روسي جنرال ازاتینوف ته نڅېدلي دي، اوس یې اولادونه تاسي ته ناڅي. که په حکومت کې یو څو چارواکي درته بخښنه وکړي، دا د افغانانو بخښنه نه ده؛ تاسې که ځان ته د خلاصون لار ګورئ، د روسانو په څېر په تېښته به ځان خلاصوئ، په بخښنو نه خلاصېږئ.

مخکینې مطلب

مکسیکو: ۸،۴ درجې سختي زلزلې د سونامې ویره خپره کړې

بل مطلب

ترافیک: له دې وروسته به د موټرو په مخکیني سیټ کې د دوکسانو کیناستل بند کړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com