امریکا: د ایرما توفان د فلوریدا آیالت ته په رسیدو سره جدي ګواښ متوجه کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸ فرید افغان)

راپورونه وایي د ایرما په نوم لوی سمندري توپان چې اوسمهال یې شدت له ۵ څخه ۴ درجو ته راټیټ شوی د فلوریدا آیالت ته په رسیدو ده.

د ایرما توفان د جمعې په ورځ د کارابین په جزیرو کې سختې ویجاړۍ رامنځته کړې او اوس د امریکا د ترټولو ستر آیالت فلوریدا په لور په خورا توندۍ سره روان ده او ښایي د یکشنبې په سهار د دې آیالت میامې سیمې ته ورسیږي.

ویل کیږي یاد توپان څه ناڅه کمزوری شوی خو په ساعت کې د ٢٥۴ کیلومتره توند او سخت باران په ملتیا سره بیا هم یو ستر جدي ګواښ شمیرل کیږي.

چارواکي وایي تر اوسه د توفان څپو ١۴ کسان وژلي او څه دپاسه ٢٣ تنه یې ټپیان کړي دي چې ورسره یې د خپل حرکت په مسیر کې بېشمیره تاوانونه اړولي دي.
د فلوریدا ایالت والي خبرداری ورکړی چې ددې توفان اثرات به ټول ایالت ته ورسیږي، هغه د ددې ایالت د جنوب له خلکو غوښتي چې له خپلو سیمو ووځي.

امریکایي رسنیو دچهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې یاد توفان د باربودا په نامه تفریحي جزیره په خاورو خزلو بدله کړه او ښایي توفان به د فلوریدا سواحلو ته له رسیدو دمخه د شنبې په ورځ د ترکز، کایکس او بهاماز جزایر وځپي.

تر دې یوه اونۍ وړاندې یو لوی توپان د امریکا تکزاس آیالت هم ځپلی و، چې شاوخوا ۶۰ تنه پکې و وژل شول او ۱۸۰ میلیارد ډالر خساره یې اړولې وه.
خو چارواکي وایي چې د ایرما توپان له هغه نه څو چنده زورور دی او ویره شته چې سلګونو تنو ته به مرګ ژوبله واړوي او د زرګونو میلیارد دالرو په ارزښت به شتمني له منځه یوسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button