د لیکنې عمومي ځانګړتیاوې – دویمه برخه

محمد غني څاروان
ح ــ تلوسه
تلوسه یا راښکون چې په لیکنه کې د منطقي تړاو، د ترکیبونو ترتیب، جملو غوره والي او داسې نورو پورې تړاو لري، خورا اړینه خبره ده. په هره لیکنه کې چې راښکون نه وي، لوستونکی له ځانه سره تر پایه نه شي بیولای، تلوسه ده چې لوستونکی تر پایه پورې له ځانه سره بیایي.
ط ــ د لیکوال باور
په خپله لیکنه باور ډېر مهم دی، که لیکوال په خپله لیکنه باور ونه لري، هېڅکله به هم لوستونکی پر ځان باوري نه کړای شي، هغه چې ځان نه دی پېژندلی، د بل د پېژندلو هڅه به یې بې ګټې وي. د خدای (ج) رسول الله (ع) وایې: (( چا چې خپل ځان وپېژنده، خپل رب (ج) یې هم وپېژنده. )).
ی ــ غښتلی او د منلو وړ استدلال
دا چې لیکنې په دوه ډوله تحقیقي او تخلیقي ډلو باندي وېشل شوې دي، په کار ده چې هره لیکنه په قوي استدلال سره ولاړه وي. د څېړنیزې لیکنې استدلال هم باید د خپل حال او چاپېریال سره سم څېړنیز او خورا غښتلی وي. د تخلیقي لیکنې استدلال باید ادبي او هنري وي.
په لیکنه کې چې هر څو استدلال غښتلی وي، په همغه کچه د لوستونکې لپاره د منلو وړ وي. د کمزوري استدلال لرونکي لیکنې لوستونکي هم لږ او یا له سره لوستونکي نه لري.
نور بیا
د لیکنې عمومي ځانګړتیاوې – اوله برخه



