(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بحرین له ولسمشر سره د ۳،۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو هوکړه کړې ده.
پدې وسلو کې ۱۹ جنګي الوتکې د ایف ۱۶ وي په نامه، دوه دانې ۳۵ متري کوچنۍ بیړۍ، او ۲۲۱ د ټانګ ضد وسلې شاملې دي پلورل لاسلیک کړي دي.
دا تړون داسې مهال کیږي چې څو میاشتې وړاندې امریکایي ولسمشر ټرمپ په ریاض کې د بحرین ولسمشر ته د همکاریو ډاډ ورکړی و.
څو میاشتې وړاندې یو امریکایي سناتور باب کورکر، چې د امریکا په سنا کې د خارجي اړیکو د کمیتې رئیس دی ویلي و؛ چې له بحرین سره به هغه مهال د وسلو د پلورلو مسوده لاسلیک کوي چې هغه هیواد د قطر سره خپلې اړیکې له سره ورغوي.
په همدې حال کې یو امریکایي لوړ پوړي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا متحده آیالات له بحرین سره له نږدې نه په تماس کې دي او یاد تړون د امریکا د سنا مجلس د رایو په اکثریت له دې امله کړی چې امریکا غوښتل د خپلو وسایلو د پلورلو لپاره بازار موندنه وکړي او د بحرین او قطر د اړیکو شرط چې د امریکا د ګټو لپاره څه پکې نه و، لغوه شوی


















