(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸): د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ تېر کال د وسله والو طالبانو لاسته ولوېده، خو دمګړۍ يې مرکز او پوستې د زواکې او کينايې سيمو ته انتقال شوي دي، چې ځايي اوسېدونکي يې له پوليسو د ناوړه چلند څخه شکايت کوي.
د دغه ولسوالۍ خلک وايي، ملي پوليس په خلکو نوبتوارې ډوډۍ پخوي، په ماشومانو پوستو ته په زوره اوبه خېږوي او په ودونو کې خپلسرې ډزې کوي، چې بيا وروسته د واده د کورنۍ څخه په جبر سره زرګونه پيسې اخلي.
يو تن قومي مشر رسنيو ته وويل، چې دغه پوليس د ولس په ګودرنو ګرزي، په هغو ځايونو ګرځي په کومو کې چې د ولس عزب خرابيږي او داسې کړنې ترسره کوي چې د سيمې د کلتور سره په ټکر کې دي.
ځايي قومي مشران چې په دې اړه يې له رسنيو سره خبرې کولې وايي، چې د دغه پوليسو مخنيوی چې هرڅوک وکړي وهي يې، زوروي يې او بنديانوي يې.
قومي مشران زياتوي، چې د دې ستونزو په اړه يې په کراتو له ولايتي چارواکو سره کتنې کړي خو هيڅ غم يې نه دی خوړل شوی او په خبره يې چې چارواکي ځانونه پټوي او له دې وروسته راسره کتل هم نه کوي.
د پکتيکا د امنيې قومندانۍ او يا ولايتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې.
د زواکې او شاوخوا کليو خلک ګواښ کوي، که د دې ولسوالۍ امنيه قومندان او د يادې سيمې پوليس تبديل نه شي نو دوی به هم کډې بار کړي.
تر دې مخکې هم په ډيری سيمو کې له پوليسو څخه د ملکي خلکو د زورونې راپورونه ورکول شوي، چې په زوره له خلکو پيسې اخلي، ولسي خلک زوروي، د ورځې پوليس او د شپې په کورونو ډاکې اچوي او غلاګانې کوي، خو چارواکي يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.


















