(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۹ فرید افغان)
د پروان والي، انجنیر محمد عاصم رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې څه موده وړاندې افغان ځواکونو د یوه داعشي قوماندان د نیولو هوډ وکړ چې د برتانوي ځواکونو له سخت غبرګونه سره مخ شول او افغان ځواکونه یې د نوموړي له نیولو منعه کړل.
د والي په وینا د عتیق الله په نامه دغه داعشی قومندان د دې ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د داعشي ملیشو رهبري کوله.
والي زیاته کړه، کله چې افغان ځواکونو عملیات پيل کړل، نو ځینو بهرنیو کړیو ورته ویلي، چې هغه دې و نه نیول شي او که ونیول شي نو ځانګړو کسانو ته دې وسپارل شي.
دا لمړی ځل ندی چې بهرنیان د داعشي اورپکو په تمویل تجهیز او د هغوی په ساتنه تورنیږي بلکه تر وړاندې یې هم په ځلونو ورته چارې شوې چې بهرنیو ځواکونو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له دې ډلې نه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
چې ښه بیلګه یې په ننګرهاراو ځینو شمالي ولایاتو کې یادې ډلې ته د الوتکو په مټ د وسلو او تجهیزاتو مرسته ده چې د یادو ولایاتو د ملي شورا غړي او ولسي وګړي یې په یوه خوله تائیدوي.
ویسا ورځپاڼې ته یې خپلې سرچینې ویلي، چې برېتانویانو نه غوښتل دغه قومندان ونیول شي او که و نیول شي بېرته دوی ته وسپارل شي او هېڅ ډول زیان ورته و نه رسول شي. برېتانوي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
شنونکي پدې آند دي چې له داعشي قوماندان څخه دبرتانویانو حمایت دا لا روښانه کوي چې دا ډله د پردیو د نظامي او فکري استعمار تر ټولو مبهم ځواک دی چې غواړي د وروستۍ هڅې په توګه یې د اربکیزم د پروژې څخه وروسته د خپل دفاعي ځواک په توګه ولوبوي















