سیافه فتوا دې بېرته واخله!/ محمد دُرانی
د تېر جهاد په قومندانانو کې له عبدالرب رسول سیاف څخه مې بل ذلیل انسان نه دی لیدلی. سیاف په تېر جهاد کې هم مکر، فریب او چل کاوه او د عربو مرسته کوونکو پام یې ځانته راړولی و. د جهاد له بریالي کېدو وروسته یې خپل ځان د شمال ټلوالې په غېږه کې وغورځاوه او د کابل په کورنیو جگړو کې یې کابل په کنډواله بدل کړ.
د طالبانو له راپیدا کېدو او د ټوپکیانو د زوال په وخت کې یې بیا شمال ټلوالې ته پناه یوړه او د طالبانو پر وړاندې یې پنځه کاله وسلهواله جگړه وکړه. د طالبانو د اسلامي امارت په ړنگولو کې یې هم د سي اې اي له مشرانو سره ناستې وکړې او خپل جنگیالي یې امریکایانو ته حواله کړل.
د امریکا په مشرۍ د ناټو له یرغل وروسته د سیاف بخت کار وکړ او په لومړیو ټاکنو کې یې ولسي جرگې ته لاره پیدا کړه. سیاف په ځانگړو غونډو کې د طالبانو پر وړاندې توندې څرگندونې وکړې او د همدغو څرگندونو له کبله یې د امریکې پام ځانته راواړه.
د کابل په بېلابېلو غونډو کې سیاف طالبان له اسلامه بهر وبلل او حکومت ته یې وړاندیز وکړ، چې یو څو طالبان په چوکو کې په دار وځړوي؛ څو ترې نور خلک عبرت واخلي.
سیاف په هره ځانگړې غونډه کې یوه فتوا ورکوي او د تېرې ورځې فتوا یې په ټولنیزو رسنیو کې ښه وغندل شوه؛ ځکه سیاف تېره ورځ وویل چې څوک مجاهدین او عام خلک یو شان وگڼي؛ نو هغه کافر دی. په داسې حال کې چې په تېر جهادي قومندانانو کې له مولوي محمد یونس خالص بابا څخه پرته نورو ټولو خپله لاره ورکړه او د امریکا په غېږه کې پرېوتل. ځینو یې د امریکايي گټو لپاره خپل ځانونه قربان کړل او ځینې شاید پر همدغه لاره باندې مخته ولاړ شي.
سیاف د امریکايي اشغال پر وړاندې یوه خبره هم نه شي کولی او هره چاپه، بمبار او د عامو خلکو د شهیدانولو په ورځ سیاف چُپه خوله ناست وي؛ خو د طالبانو پر وړاندې یې تل د فتوا لاوډسپیکر چالان پرېښودل شوی وي.
سیاف دې په دې پوه شي، چې نور خلک ستاسې په مکر او فریب نه غولېږي او نه به ستاسې په ځینو تکراري کلمو تېر وځي؛ ځکه ملت پوه شوی، چې مسلمان، مجاهد او د افغانستان رښتیني بچي څوک دي؟
امریکايي لیکوال گیري سي شرون په خپل کتاب سي اې ای په پنجشېر کې لیکي، چې کله یې سیاف ته سل زره ډالر ورکړل، نو سیاف ژر پیسې واخیستې او ویې ویل، چې دا لومړی ځل دی، چې له یوه کس څخه مستقیماً مرسته اخلي.
دا ملت د هغو کسانو په فتوا نه غولېږي، چې ټوله ورځ د امریکايي پوځیانو سره ناست وي او د هماغوی په اشاره فتواوې ورکوي.
سیاف دې بېرته فتوا واخلي؛ ځکه اوسنیو مجاهدینو ته تاسې هېڅ درناوی نه دی کړی او نه مو له عامو خلکو سره برابر گڼلي. که خبره همداسې وي؛ نو سیاف په خپله فتوا کافر دی.



