د افغانستان د پنځم پړاو شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ پيل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰): په افغانستان کې د کورني شپږيزه کرکټ ليګ سياليو لومړنی پړاو تېره شپه په کابل کې د الکوزي په نړيوال کرکټ لوبغالي کې پرانستل شو.
په دغه سياليو کې لومړنۍ لوبه به نن د دوشنبې په ورځ د کابل بازانو او بوست ساتونکو تر منځ کېږي.
د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د شپږيزې کرکټ ليګ په پنځم پړاو سياليو کې ډیر پرمختګ شوی او زياتوي چې سږنۍ سيالۍ به په نړيوالو معيارونو برابرې او د ځينو افغاني تلويزيونونو له لارې هم خپرې شي.
د مالوماتو له مخې شپږيزه کرکټ سيالي د افغانستان پر وخت ۹:۱۵ په ژوندۍ بڼه له یک تلويزيون څخه خپرېږي.
په دې سياليو کې لسګونه بهرنيو لوبغاړو، روزونکو، لوبڅارانو او د لوبو مبصرينو برخه اخيستې ده.
ويل کېږي، په دغه سياليو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه بهرنيو روزونکو او لوبغاړو برخه اخيستې او دغه لوبې به د سپتمبر تر ۲۲ نېټې پورې دوام وکړي.
ټاکل شوې وه، چې د افغانستان په شپږيزه ليګ سياليو کې د پاکستان تکړه لوبغاړی شاهد افريدي هم ګډون وکړي، خو نوموړي ويلي چې د کورنيو ستونزو له کبله نه شي کولای په دغه سياليو کې برخه واخلي.



