مزارشريف کې د سره صلیب يوه بهرنۍ ډاکټره وژل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د سره صليب نړيوالې ادارې يوه بهرنۍ ډاکټره د يوه وسله وال کس له لوري وژل شوې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني رسنيو ته ويلي، چې د سره صليب نوموړې ډاکټره نن له غرمې مخکې د يو معيوب کس له لوري د يوولس بجو په شاوخوا کې وژل شوې ده.

هغه وايي، چې يو معيوب تن د دغه ډاکټرې دفتر ته له وسلې سره ورغلی و او پر هغې يې په نوموړي دفتر کې ډزې کړي، چې ځای پرځای پکې وژل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې ډاکټرې قاتل يې نيولی او د پلټنو لاندې دی.

په مزارشريف کې يوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، چې ياده ډاکټره د فرانسې هېواد تبع وه.

تر اوسه د پېښې انګيزه نه ده معلومه چې نوموړي کس ولې دغه ډاکټره وژلې ده.

په افغانستان کې د سره صليب ادارې هم تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button