(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰): د راپورونو له مخې د بغلان ولايت په مرکزي ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د وسله والو او ځايي پاڅونوالو تر منځ نښتې شوي دي.
کابل نيوز ته يو شمير سرچينو ويلي، چې په دې نښتو کې سيمه ييزو پوليسو د پاڅونوالو مرسته کړې او د حزب اسلامي له وسله والو سره يې دوه ساعته جګړه کړې.
د سرچينې په وينا، په دغه نښتو کې ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله هم رسېدلې خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر دې دمه د نښتې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ويل کېږي چې اوس مهال دواړه طرفه ډزبندي شوې او د سيمې د مخورو په منځګړيتوب خبرې روانې دي.
تر اوسه په دې اړه د حزب اسلامي رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې په تخار ولايت کې د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي د وسله والو د نښتو راپورونه ورکول شوي و، خو په بغلان ولايت کې دا لومړی ځل دی چې د حزب اسلامي او پاڅونوالو تر منځ د نښتو راپور روکول کېږي.
















