سرليکنه
په ٢٠٠١ ميلادي کال کې په امريکا کې دوو الوتکو د سازش له مخې په نيويارک کې نړيوال سوداګريز مرکز په نښه کړ، يوې الوتکې دفاع وزارت او څلورمې یې په پنسلوانيا کې سقوط وکړ. امريکايي لېونيو چارواکو وويل چې په دې بريد کې له افغانستانه د راغلو القاعده ډلې ١٩ تنو برخه درلوده او بايد په افغانستان کې د القاعده مرکزونه له منځه يووړل شي، څو امريکا وروسته له دغه ډول نورو بريدونو وژغورل شي.
دا نه ده څرګنده چې امريکايي سياستوالو، نظامي مسئولينو، استخباراتو او پخوانيو د جګړو تجربه کارو به د افغانستان لپاره دا پلان له کوم وخت راپدېخوا برابر کړی وو چې افغانستان یې د ١١ سپتمبر په نامه د يوه سازش له مخې اشغال کړ، هغه نظام یې ړنګ کړ چې نه دمخه په افغانستان کې تېر شوى و او نه به پکې وروسته يو د امن او ډاډ نظام رامنځ ته شي.
په امريکا کې د ١١ سپتمبر پېښه څه ناڅاپې او ترهګريزه پېښه نه وه، دا پلان شوې پېښه وه. که د افغانستان لپاره پلان شوې پېښه نه وای، نو امريکايي چارواکي او استخبارات چې په دې پيښه کې ١٩ تنه د القاعده غړي ککړ بولي، په دې کې يو هم نه په افغانستان کې روزل شوی شخص شامل ؤ او نه پکې کوم افغان برخه اخیستې وه.

که د ١١ سپتمبر د پیښې غچ امريکا اخیسته، نو له هغو هېوادونو به یې اخیستی وای د کومو هېوادونو اتباعو چې په دې پېښه کې لاس درلود. افغانانو نه کوم هېواد کې په ترهګريزو پېښو کې برخه اخیستې او نه ېې د دا ډول پېښو لپاره څوک روزلي دي، خو دا يو پلان ؤ چې د افغانستان د اشغال او په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره جوړ کړل شوى ؤ.
د امريکا لخوا د افغانستان د اشغال دا دی شپاړس کاله وشول. د هر کال او هرې مياشتې په تېرېدو سره د ملکې وګړو په مرګ او ژوبله کې زياتوالى راځي. کومه سروې چې په ٢٠٠٧ ميلادي کى شوې ده، ارقام یې ښیي چې تراوسه پورې ٧٦ زره ملکې وګړو ته د امريکا په بمباريو او جګړو کې مرګ ژوبله اوړېدلې ده. که تېر کلونه ورسره يو ځای کړو، تر يو نيم لکو زيات افغان ملکي وګړي په دې شپاړسو کالو کې شهيدان او ژوبل شوي دي.
امريکا د بين المللي قوانينو خلاف، چې هيڅ ثبوت یې نه درلود، پر افغانستان یې د ناټو غړیو هېوادونو په شمول يرغل وکړ. تر ١٢٠ زرو زيات پوځونه یې د افغانستان خاورې ته داخل کړل او هغه وسلې یې په بې ګناه او بې دفاع افغانانو استعمال کړې چې د ویتنام له جګړې وروسته یې نه وې استعمال کړې، هغه بمونه یې په افغانانو وغورځول چې د نړۍ د سيالیو لپاره یې جوړکړي وو او ترناڅرګند وخته پورې به په افغانستان کې د افغانانو په وژلو او ژوبلولو دا د يرغل جګړه دوام لري.
دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې په اسلامي هېوادونو کې د اسلام د مقدس دين په رواياتو او تطبيق يو مسلمان ترهګر هم نه شته، دا چې د روسانو پر خلاف هغو مجاهدينو چې روسانو سره یې مقابله کوله، د افغانستان ګاونډيان، د سيمې هېوادونه او نړۍ یې د روسانو له شره وژغورله، په ځای د دې چې امریکا له افغانانو د افغانستان او نړۍ په دفاع کې مننه وکړي، يرغل یې پرې وکړ.
دوه اونۍ دمخه چې ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله له ترهګرۍ ډکه ستراتیژي اعلانوله، په ډېره سپین سترګۍ سره یې وویل، د ۱۱ سپتمبر پېښه په افغانستان کې پلان شوې وه. امریکايي نظامي چارواکي په دې اعتراف کوي چې په تېرو شپاړسو کالو کې یې تر یو نیم لک پورې افغان ولسي وګړې ژوبل او په شهادت رسولي دي، تر څنګ یې دا هم مني چې پر افغانستان له یرغله راهیسې د ناټو په درې زره اتو سوو اتیاو تنو کې دوه زره درې سوه شپږ څلوېښت تنه امریکایان هم وژل شوي دي.
امریکا غواړي له افغانستانه کویټ او جنوبي کوریا جوړه کړي. د کویټ پر ګاونډي عراق خو یې پوځی یرغل وکړ، د جنوبي کوریا ګاونډي شمالي کوریا ته هم ګواښېږي او کله کله د افغانستان ګاونډی پاکستان هم لږ څه ګواښوي. له دې نه دا څرګنده شوه چې امریکايي پراختیا غوښتونکو خپلې اشغالي سترګې په نورو هېوادونو کې هم خښې کړې دي.
که د افغانستان، ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو د امریکا دا شوم اهداف په نظر کې ونیول، له افغانستان سره یې د زړه له تله مرسته وکړه، افغانستان او دوی به د امریکا له شره په امن پاتې شي، او که نه له افغانستان سره یې دوه مخې پاليسي غوره کړه، د عراق او افغانستان په څېر به امریکا دوی ته هم يوه بهانه جوړه کړي او د عراق او افغانستان په برخلیک به یې اخته کړي.
















