(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې په بهرنيو ځواکونو سرتيری بريد شوی، چې په ترڅ کې يې لسګونه بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد نن له غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخوا کې د بګرام ولسوالۍ مربوط د سيغانيو په سيمه کې په امريکايي ځواکونو ترسره شوی دی.
طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په بريد کې د امريکايي ځواکونو درې ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ شوي دي.
نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې په ياد بريد کې ۱۳ امريکايي عسکر وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي.
طالبان وايي، برید د دوی د يو تن سرتيري بريدګر (احمد) له لوري چې د پکتيا ولايت اوسېدونکی و ترسره شوی دی.
د بګرام يوې امنیتي سرچينې په امريکايي ځواکونو بريد تائید کړی او ويلي يې دي، چې په بريد کې يواځې امريکايي ځواکونه په نښه شوي دي.
عيني شاهدان وايي، له بريد وروسته د امريکايي ځواکونو په ويجاړ شويو ټانګونو د ډیر وخت لپاره اور بل و.
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
















