(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰): د ورکړل شويو راپورنو پر اساس وسله والو طالبانو د غور ولايت د مرکز اړوند د غلمين مهمه سيمه په مکمله توګه له دولتي ځواکونو نيولې ده.
ځايي سرچينې وايي، چې په دغه سيمه کې له دې وړاندې دولتي ځواکونو او داعش وسله والې ډلې فعاليت درلود، خو اوس مهال د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
د يادې سیمې د نيولو پر مهال د کومې نښتې راپور نه دی ورکول شوی، خو د طالبانو يوې باوري سرچينې ويلي د غلمين سيمه ډېره مهمه او ستراتيژيکه سيمه ده چې نن سهار د دوی لاسته ورغلې ده.
تر اوسه پورې د طالبانو رسمي سرچينو د يادې سيمې د نيولو په اړه تبصره نه ده کړې.
تېر کال له يادې سيمې څخه داعش وسله والو يو شمير ولسي وګړي تښتولي و، چې له څه مودې بند تيرولو وروسته يې يو شمير ووژل شول.
















