شپږيزه کرکټ: د کابل بازانو د بست ساتونکو ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰): نن د افغانستان د کرکټ شپږيزه لیګ د پنځم پړاو لومړۍ لوبه د کابل بازانو لوبډلې او بست ساتونکو تر منځ ترسره شوه، چې د کابل بازانو بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

د بست ساتونکو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره کابل بازانو ته ۱۳۷ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو لوبډلې ورکړل شوی هدف په اوولس اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بريا يې خپله کړه.

د کابل بازان لوبغاړی اصغر ستانکزی غوره لوبغاړی وټاکل شو، چې په ۳۵ توپونو يې ۷۲ منډې جوړې کړې.

د کرکټ د شپږیزه لیګ سیالۍ پرون ناوخته د افغانستان د ۶ زونونو د لوبډلو په ګډون سره پرانېستل شوې.

ننۍ لوبې ته د کرکټ ګڼ شمير مينوال راغلي خو د کرکټ بورډ مسئولين وايي ښايي د وروستيو لوبو نندارې ته د نندارچيانو تعداد زيات شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې سږکال شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او څارونکي هم په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

د کابل بازانو لوبډلې مشر د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزی دی او د جي پي تجارتي شرکت یې مالی ملاتړ کوي، له اصغر سره په لوبډلې کې د افغانستان ملي لوبډلې او ځینې نور بهرني لوبغاړي هم لوبیږي.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی شاپور ځدراڼ د بست ساتونکو لوبډلې مشر دی. بست ساتونکو لوبډله د افغانستان د ملي لوبډلې او ځینو بهرنیو لوبغاړو جوړه ده.

بست ساتونکي د شپږیزې لیګ سیالیو کې د افغانستان د جنوبي ولایتونو نمایندګي کوي. افغان سوداګر علي ارشد د دغې لوبډلې مالي ملاتړی دی.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button