کابل ټکی کام ۳۰عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
دولتي چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې وړمه شپه طالب جنګیالیو په ګڼو بریدونو کې ۱۳تنه سرحدي سرتیری وژل شوي دي.
د هلمند ولایت خانشین نومې ولسوالۍ تاغذ سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته وسلوالو برید ترسره کړ، چی په نتیجه کې یې مالي او ځاني زیان اړولی دی.
د یاد ولایت د ولایتي شوراء مرستیال عبدالمجید اخندزاده رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه د طالب جنګیالیو او افغان پوله ساتونکو سرتېرو تر منځ سخته نښته را منځته شوه چې ټول پکې ۱۳تنه افغان پوله ساتونکي وژل شوي دي.
اخندزاده وايي چې اوسمهال د پنځم سرحدي کنډک اړوند امنیتي پوسته د طالب جنګیالیو لاسته لوېدلې ده.
خو لا تر دې مهاله پورې طالب جنګیالیو یې په اړه څه ندي ویلي.
















