پاکستان: جهلم ښار کې د قرآن کريم بې حرمتۍ د خلکو غصه راپارولې

کابل ټکی کام ۳۰عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د پاکستان د پنجاب ايالت په جهلم ښار کې په ښکاره توګه د قرآن کريم د سپېڅلو پاڼو پر سوځولو ځايي خلک سخت پارېدلي دي او پر لاريونونو يې لاس پورې کړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وروسته له هغه جهلم ته پوځ وروغوښت، چې پوليس د لاريون کوونکو په ايسارولو کې پاتې راغلل.

لاريون کوونکو هغه کارخانه سوزولې ده، چېرته چې د طاهر په نامه يوه مجرم د قرآن کريم پاڼو ته اور اچولی و، خلکو د کارخانې د خاوند کور هم په اور سېزلی دی.

د کارخانې يو مزدور وايي، ما دغه تن خپله وليد، چې دا کار يې کاوه او ما يې د مخنيوي هڅه هم وکړه.

پوليس وايي، د قرآن کريم د پاڼو سوزونکی تن په احمدي ډله پورې تړلی دی او اسمهال د دوی په ولکه کې دی، په پاکستان کې د احمدي ډلې وياند هم تاييد کړې ده، چې پوليسو يې د ډلې ۳ تنه په ښکاره توګه د قرآن کريم د پاڼو سوزولو په تور نيولي دي.

د سيمې خلک وايي، له پېښې وروسته د جوماتونو په لاوډ سپيکرو کې اعلانونه وشول او له هر لوري ډله ډله خلک راوزغستل، څو انتقام واخلي.

د کارخانې مالک او نور کسان په تېښته بريالي شوي دي، خلکو د څو ساعتو لپاره سړکونه د ترافيکو پر مخ تړلي وو او د پوليسو پر ضد يې نارې وهلې.

پوليس وايي، قهرېدلو لاريون کوونکو وروسته د احمدي ډلې يوې عبادت خانې ته هم اور اچولی، او کله چې له کنتروله ووتل، پوځ راوغوښتل شو.

ياده دې وي، چې احمدي ډله د پاکستان په قانون کې د غير مسلمو په نامه ثبت ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button