بادغیس: د جوند ولسوالۍ امنیه قومندان د خپل ساتونکي په ګډون وژل شوی دی

کابل ټکی کام ۳۰عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
له سیمې څخه همکار خبر را کوي چې نن مازدیګر مهال د بادغیس ولایت جوند نومې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ مخې ته د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان «فیض الله خان» د طالب جنګیالیو له لوري د یو ځای پر ځای شوي ماین ښکار شو.
د برید په نتیجه کې امنیه قومندان د خپل یوه ملگري په ګډون وژل شوی، او ۳ تنه نور ساتونکي یې ټپيان دي.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد د ایمیل په لیکه یاد برید تأییدوي او وايي چې یاد امنیه قومندان «فیض الله خان» په سیمه کې په ظلم او وحشت سره شهرت موندلی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button